د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

تمه ده نن پنجشنبه کابل ته د کرونا په لکونو ډوزه واکسین ورسېږي


د چین له خوا هغه واکسینونونه چې افغانستان ته به واستول شي.
د چین له خوا هغه واکسینونونه چې افغانستان ته به واستول شي.

تمه ده چې نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۱مه) کابل ته د کرونا په لکونو ډوزه واکسین ورسېږي.

د عامې روغتیا د وزارت مرستیال ویاند میروس عليزي ازادي راډيو ته وویل: "نن د چین له لوري چې د کومو اووه سوه زره ډوزه واکسین د مرستو ژمنه شوې وه، هغه به افغانستان ته انتقال شي او د عامې روغتیا وزارت ته به وسپارل شي."

په افغانستان کې د کرونا وبا مثبتې پېښې په وروستیو کې زیاتې شوي دي. پرون د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وویل چې په تېرې یوې اوونۍ کې د مثبتو پېښو شمېر تر لس زرو اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG