د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

کورنیو چارو وزارت: طالبانو ماین پاکان وژلي؛ طالبان: موږ نه، مخ پټو وسله والو وژلي


ارشیف
ارشیف

د بغلان ولایت پولیس وایي چې په دغه ولایت کې تېره شپه د 'هیلوټرسټ' په نوم د ماین پاکۍ پر یوې موسسې حمله کې لس تنه ماین پاکان وژل شوي او شپاړلس نور ټپیان دي.

‎د دغه ولایت د پولیسو ویاند جاوېد احمد بشارت په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "طالبانو هغه ژمنه چې د خیریه موسسو په اړه یې کړې وه، هغه یې عملي نه کړه او تېره شپه لس بجې یې د بغلان ولایت، مرکزي بغلان ولسوالۍ په شېخ جلال سیمه کې د ماین پاکۍ پر یوه کمپ حمله وکړه چې ۱۰ کسان په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي."

‎د ښاغلي بشارت په خبره، دغه ماین پاکان دا ورځې په مرکزي بغلان او نهرین ولسوالیو کې د خښ شوېو ماینونو پر شنډولو کولو بوخت وو.

‎دا حمله څو وسله والو کسانو کړې او یاد شمېر ماین پاکان یې په ‌‌‌‌‌‌ډزو وژلي او ټپیان کړي دي.

‎د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم دا کار د طالبانو بولي.

‎د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په یوه استولي خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو وړاندې د خیریه موسسو د خونديتوب خبره کړې وه، خو په خبره یې یو ځل بیا دغه ډلې په بې ګناه او خیر رسوونکو کسانو حمله وکړه.

‎خو طالبان بیا دا ادعا ردوي.

‎د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د دوی د څېړنو له مخې دا حمله څو نقاب لرونکو کسانو کړې او په خبره یې دا سیمه د دوی په کنټرول کې نه ده او یاده حمله غندي.

مجاهد وویل چې د دوی د څېړنو له مخې دا حمله څو نقاب لرونکو کسانو کړې
مجاهد وویل چې د دوی د څېړنو له مخې دا حمله څو نقاب لرونکو کسانو کړې

‎د هیلو ټرسټ موسسې یو شمېر ټپي کار کوونکو ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د شپې لس بجې وې چې نقاب لرونکي وسله وال کسان مو کمپ ته راننوتل، موږ وسله وال ساتونکي په کمپ کې نه لرو، دوی موږ ته وویل چې مسوولین مو راوښیئ، موږ یې په جلا خونو کې بندیان کړو، موبایلونه یې رانه واخیستل او پر موږ ‌‌‌‌‌‌ یې ډزې وکړې، لس کسانو یې را ووژل او ‌‌‌‌‌‌نږدې دېرش نور یې ټپیان کړل.

-موږ خو د خلکو خدمت کوونکي یو، نه پوهېږو چې ولې یې په داسې حال ورسولو."

‎ازادي راډیو هڅه وکړه څو د هیلو ټرسټ موسسې له مسوولینو سره هم د دې حملې په اړه خبرې وکړي، خو د یادې موسسې ځینو مسوولینو ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې په دې اړه هېڅ معلومات نه لري.

‎خو دغې موسسې د یوې خبرپاڼې په خپرولو یاده پېښه تایید کړې او لیکلي یې دي چې تېره شپه دغه کمپ کې شااوخوا ۱۱۰ تنه ماین پاکان د شمالي ولایتونو له بېلابېلو سیمو راټول شوي چې یو شمېر یې په دغه پېښه کې وژل شوي او ځینې نور یې ټپیان دي.

‎په کابل کې د امریکا سفارت هم دغه پېښه غندلې او 'وحشتناکه برید' یې بللی دی.

‎په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: " ‎په بغلان کې د هیلوټرسټ ماین پاکوونکو باندې دا برید وحشتناک او بې احساسه دی. متحده ایالات دغه وژنې غندي، د بشري او مرستندویه کارکوونکي د نړیوال بشرپالنې قانون له خوا ساتل کېږي."

‎ښاغلي ویلسن ماین پاکان زړور یاد کړي او لیکلي یې دي چې دوی افغانستان د یوې کورنۍ رامنځته کولو، سوداګرۍ وده، فارم جوړولو او بشپړ ژوند څخه خوند اخیستو لپاره خوندي ځای برابروي.

‎دا لومړی ځل نه دی چې د ماين پاکۍ په شان د خیریه موسسو پر کار کوونکو برید کېږي، وړاندې تردې هم د سرې میاشتې پر کار کوونکو، بې پولي ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو، ښوونکو او واکسیناتورانو باندې ورته حملې شوي، خو ښايي په ډله ییز ډول او دا شان یې لومړی ځل وي.

XS
SM
MD
LG