د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

کندز کې لرغوني اثارو ته پېښ ګواښ؛ فعالان: جایدادونه یې هم زورواکو غصب کړي


د کندز د ښار یوه څنډه
د کندز د ښار یوه څنډه

په کندز ولایت کې یو شمېر فرهنګیان او مدني فعالان وايي، په دغه ولایت کې لرغوني اثار، جایدادونه د سیمه ییزو زورواکو له خوا غصب شوي دي او ډېری تاریخي ځایونه د له منځه تللو ګواښ سره مخ دي.

دوی وايي، لرغونو اثارو ته دې ګواښ سخت اندیښمن کړي دي .

لیکوال او شاعر محمداسماعیل کلیوال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "لرغوني اثار د یو هېواد او ملت ژوندی تاریخ بلل کېږي، کله چې دغه لرغوني اثار تخریبیږي او له منځه ځي نو دا په دې معنی ده چې ګوندې زموږ د هېواد تاریخ او زموږ ملي هویت له منځه ځي."

د کندز ولایت یو تن مدني فعال صلاح الدین مایار بیا خبرداری ورکوي، که اړوند دولتي ادارې د دغه ولایت تاریخي ځایونو ته ژر پاملرنه و نه کړي، نو په راتلونکو څو کلونو کې به ټول لرغوني اثار له منځه ولاړ شي.

مایار زیاته کړه: "کندز یو لرغونې ولایت دی او دې ولایت کې ډېر تاریخي او لرغوني ځایونه موجود دي، خو په یو شمېر تاریخي سیمو کې پوځي قرارګاوې جوړې شوي دي، ځیني تاریخي سیمې ورانې شوي دي دغه شان د تاریخي سیمو ځمکې غصب شوي دي. موږ له دولته غواړو چې د تاریخي ځایونو بیارغونې او ساتنې ته جدي پام وکړي."

د کندز د اطلاعات او فرهنګ رییس عبدالشکور قدردان هم وايي چې د یو شمېر تاریخي سیمو ځمکې د سیمه ییزو زورواکو او د خلکو له خوا غصب شوي دي: "هغه اثار چې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دي هلته موږ لاس رسی نه لرو، که هلته هر ډول کېندنې او لاسوهنې کېږي، موږ څه نه شو کولی، خو هغه اثار چې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې دي دلته هم د تاریخي اثارو جایدادونه غصب شوي دي، خو دغه په تېرو څو کلونو کې غصب شوي او په دې دوه درې کلونو کې موږ د تاریخي اثارو د ځمکو د غصب مخه نیولې ده."

د کندز د اطلاعات او فرهنګ رییس عبدالشکور قدردان
د کندز د اطلاعات او فرهنګ رییس عبدالشکور قدردان

په کندز کې ۱۹ لرغوني ابدې ثبت او راجستر دي چې ددې ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس په وینا له دې ډلې:

د کندز لویه ابده د بالاحصار کلا ده چې د قدردان په ټکو څه باندې ۳ زره کاله لرغونوالی لري.

  • کله مناره.
  • تپه چهل دختران.
  • د حاجي شهید جومات.
  • د ساقي بای جومات.
  • د خواجه مشهد زیارت.
  • د امام صاحب روضه.
  • د امام صاحب د مهرنګار کلا.
  • په علي اباد ولسوالۍ کې د ژوبېن تپه.
  • په قلعه زال ولسوالۍ کې د قلعه زال کلا.
  • په خان اباد ولسوالۍ زړه کلا او داسې نورې ابدې په دې ولایت کې شته.

د کندز د اطلاعات او فرهنګ رئیس وايي، په دې وروستیو کلونو کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري د امام صاحب روضه بیارغول شوې او دغه شان د کندز په ښار کې د حاجي شهید لرغونې جومات هم د بیارغونۍ لاندې دي.

کندز په شمال ختېځ زون کې د افغانستان له لرغونو او تاریخي ولایتونو څخه شمېرل کېږي. دغه ولایت د تاریخ په اوږدو کې په بېلابېلو نومونو یاد شوي لکه اپاسکا، کهندژ، قندوز او کندز او سربېره پردې په فردوسي طوسي شاهنامه کې هم پنځه ځلي د کندز یادونه شوې ده او دا په خپله د کندز په لرغونوالی دلالت کولی شي.

XS
SM
MD
LG