د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

د صالح دفتر: د برښنا د ستنو د امنیت طرحه په بشپړیدو ده او ژر به عملي شي


ارشیف، الوځول شوې د برښنا ستنه
ارشیف، الوځول شوې د برښنا ستنه

وروسته له هغې چې تېره شپه د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په جنوب د اهنګرانو سیمه کې د نامعلومو کسانو له لوري د بمونو په وسیله د وارداتي برښنا دوه ستنې والوزول شوې، د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي، د برښنا د ستنو د امنیت د ټینګښت طرحه د بشپړېدو په حال کې ده او ډېر ژر به عملي شي.

د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رئیس رضوان مراد ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغه طرحې جزئیات شریک نه کړل، خو ويې ویل چې د خلکو له مرستې پرته د برښنا د ستنو د امنیت ټینګښت ستونزمن کار دی.

دی وايي، کشفي او استخباراتي بنسټونو د سیمې له خلکو سره کار پیل کړی چې د برښنا ستنو د تخریب کوونکو په نیولو کې مرسته وکړي.

دی وايي: "د سیمې د خلکو له مرستې پرته ناممکنه ده، موږ د برښنا سلګونه ستنې لرو، هرې پایې ته خو لوا یا امنیتي پوستنه نه شو جوړولای، دا د سیمې د خلکو مسولیت دی چې باید امنیتي بنسټونو سره همکاري وکړي چې د دغه ډول پېښو مخه ونیول شي، په دې اړه امنیتي طرحه د بشپړېدو په حال کې ده او چې بشپړه شوه جزئیات به يې له تاسو سره شریک کړو."

د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رئیس رضوان مراد
د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رئیس رضوان مراد

مخکې تر دې کله چې تر کوچني اختر مخکې د کابل په شمال کلکان ولسوالۍ کې د برښنا ستنې به بمونو والوځول شوې، د جمهور رییس لومړي مرستيال په خپله فیس بوک پاڼه ليکلي و، له کلي ژر راستون شو چې دا موضوع وڅېړي او ورته رسېدنه وشي.

خو برښنا شرکت وايي، د برښنا ستنو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې د افغان چارواکو له ژمنو سره سره دا چاره لا هم روانه ده چې دوی يې سخت اندېښمن کړي دي.

یاد شرکت وايي، باید امنیتي بنسټونه په دې اړه ژر تر ژره جدي اقدامات وکړي.

دې شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي چې امنیتي بنسټونه تر دې دمه د ستنو د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه تېره شپه د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په اهنګرانو سیمه کې د بمونو په وسیله د برښنا دوه پايې الوزول شوي چې یوه يې په بشپړ ډول له منځه تللې او بله يې نسبي تخریب شوې ده.

د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازي ازادي راډيو ته وویل چې دا په تېرو دوه میاشتو کې د برښنا ۱۹ مه ستنه ده چې په هېواد په ځانګړي ډول د کابل په شمال کې د نامعلومو کسانو له لوري په بمونو الوزول کېږي چې له امله يې یاد شرکت ته میلیونونه افغانۍ مالي زیان اوړي.

ښاغلي نیازي زیاته کړه: "د برښنا شرکت تخنیکي ټیم سیمې ته رسېدلی دی، له ارزونې وروسته به په تخریب شوېو ستنو کار پیل شي، سیمه غرنۍ ده د ستنو جوړول به وخت غواړي خو زموږ همکاران به هڅه کوي، دا د روان کال په تېرو دوو میاشتو کې ۱۹ مه د برښنا ستنه ده چې تخریبږي چې له امله يې برښنا شرکت ته میلیونونه افغانۍ مالي زیان اوړي."

د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازی وايي تېرو دوو میاشتو کې ۱۹ مه د برښنا ستنه ده چې تخریبږي
د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازی وايي تېرو دوو میاشتو کې ۱۹ مه د برښنا ستنه ده چې تخریبږي

برښنا شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د برېښنا د پرچاوۍ له امله په هر ساعت کې تر درې میلیونو افغانیو پورې مالي زیان اوړي.

خو پوښتنه دا ده چې څوک د برښنا د ستنو په له منځه وړولو کې لاس لري؟

که څه هم امنیتي بنسټونه په دې اړه څه نه وايي، خو برښنا شرکت په خپله علامیه کې ویلي دي، ښايي سیمه ییز باج اخیستونکي، زورواکي د نفتو د تړونونو شرکتونه او مافیايي، جرمي او نورې ورانکاره ډلې د دغو پېښو تر شاه وي.

کابل، پروان، لوګر ،غزني میدان وردګ، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان او کاپیسا هغه ولایتونه دي چې اوس مهال پرې وارداتي برښنا پرې شوې ده.

په همدې حال کې د ننګرهار او پروان یو شمېر اوسېدونکي له افغان امنیتي بنسټونو غواړي چې د برښنا ستنو تخریبونکي ونیسي او قانون پرې عملي کړي.

"زما نوم سمسور دی د جلال اباد اوسېدونکی له حکومته غواړم چې باید د برښنا د پایو تخریبونکي ونیسي او قانون پرې عملي کړي، په جلال اباد کې سخته ګرمي ده، ان د ګرمۍ له امله ماشومان مړه شول او برښنا نشته."

-زما نوم بریالی بهاد دی ، زه د پروان د چاریکارو اوسېدونکی یم، خلک له حکومت سره همکار دي خو حکومت تر دې دمه د برښنا د تخریبونکو په نیولو کې پاتې راغلی دی، زموږ هیله دا ده چې دغه ډول کسان باید ژر تر ژره ونیول شي او د خپل عمل په سزا ورسیږي."

برښنا شرکت وايي چې اوس مهال له کورنیو سرچینو نه د کابل برېښنا په نوبتي شکل تامینيږي.

د نغلو، سروبي او ماهیپر د برښنا د تولید له فابریکو ۱۱۰ مېګا واټه او دا شان د تره خیلو له لمریزې دستګاه نه ۶۰ مېګاواټه برښنا تولیدیږي.

هاخوا د هرات ولایتي چارواکو ویلي چې د دې ولایت په کهسان ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو دې ولایت ته د ایران د وارداتي برښنا یوه ستنه په بمونو الوزولې ده چې له امله يې لسګونه زره کورنۍ له برښنا محرومې شوې دي.

خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې ازبیکستان افغانستان ته ۴۶۰ مېګا واټه وارداتي برېښنا ورکړې چې ۳۰۰ مېګا واټه یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

په افغانستان کې برېښنا په ۱۰۰ کې ۷۹ له ترکمنستان، تاجکستان، ازبیکستان او ایرانه را وارېدېږي، افغانستان یوازې په ۱۰۰ کې ۳۰ سلنه برښنا له کورنیو سرچینو چمتو کوي.

XS
SM
MD
LG