د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

نړیوالو پولیسو ۱۸ هېوادونو کې د منظمو جرمونو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي


ارشیف، نړیوال پولیس
ارشیف، نړیوال پولیس

په اتلسو هېوادونو کې د منظمو جرمونو پر وړاندې پراخ عملیات د اوسپنیز اړخ په نوم یادېږي. دا عملیات د نړۍ د ګڼو هېوادونو د قانون پلي کوونکو ادارو ترمنځ د همکارۍ پراساس درې کاله روان وو. په دغو هېوادونو کې امریکا، اروپا، اسټرالیا او نیوزیلنډ هم شامل دي.

اسټرالیا او نیوزیلنډ لومړي هېوادونه وو چې په دې اړه یې تفصیلي معلومات علني کړل او ویې ویل چې د نړۍ په کچه د منظمو جرمونو شبکې ته لویه ضربه رسېدلې.

تمه ده 'یوروپول' او 'اېف.بي.ای' په خپلو سیمو کې د دغو عملیاتو په اړه تفصیل شریک کړي.

د اسټرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن په یوه خبري غونډه کې وویل: "یوازې په اسټرالیا کې ۲۲۴ کسان د دغوعملیاتو پر مهال نیول شوي او نه یوازې په دې هېواد کې بلکې په ټوله نړۍ کې منظمو جرمونو ته لویه ضربه رسېدلې ده."

د اسټرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن
د اسټرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن

د امریکا د تحقیقاتو فدرال ادارې او نورو ادارو پر مشکوکو کسانواستخبارات راټول کړي او د هغوی د پټو پیغامونو مانا یې موندلې.

د اسټرالیا رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد د مخدره موادو د قاچاق یوه تښتېدلی مشر په ترکیه کې د جنایتکارانو په شبکه کې د 'ANOM' په نوم نه تعقیبېدونکي ټیلیفونونه ووېشل او له همدې لارې يې پټې خبرې او راکړه ورکړه کوله.

وروسته اتلس میاشتې د مخدره موادو قاچاق وړونکو او تښتېدلو مجرمینو د پولیسو د ادارو په حضور کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.

اسټرالیايي پولیسو ویلي چې په نړۍ کې ۱۱۰۰۰ جنایتکارانو 'ANOM' ټیلیفونونه کارول.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG