د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

چین کې افغان سفیر: د چین له خوا ۷ لکه ډوزه واکسینونه کابل ته رسېږي


جاوېد احمد قایم په چین کې د افغانستان سفیر
جاوېد احمد قایم په چین کې د افغانستان سفیر

په چین کې د افغانستان سفیر وايي، را روانه پنجشنبه د چین له خوا اووه لکه ډوزه واکسینونه کابل ته رسېږي.

جاوېد احمد قایم پرون دوشنبه (د غبرګولي ۱۷مه) په خپله فېسبوک پاڼه دا خبر ورکړی دی.

هغه ویلي چې د چین د بیولوژيکي محصولاتو د تولید د انسټيټیوټ د کرونا دا اووه لکه ډوزه واکسینونه او په همدې شمېر سرنجونه له افغانستان سره مرسته کړي دي.

د قایم په خبره یکشنبه دا مرسته افغانستان ته بار شوې او په درېیو ورځو کې به ورسېږي.

چین داسې وخت له افغانستان سره د کووېډ-۱۹ د واکسینونو مرسته کړې چې یکشنبه د عامې روغتیا وزارت د واکسین د اول او دویم ډوز د تطبیق پروسه بنده کړه.

وزارت ژمنه کړې چې ژر به دا پروسه پیل کړي.

افغانستان دا وروستۍ څو ورځې د کووېډ-۱۹ د بې سارې پېښو د ثبت شاهد دی. یوازې یکشنبه نږدې ۱۶ سوه کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې ۵۶ تنه مړه دي.

د کرونا د ټولو ناروغانو شمېر تر دې دمه له ۸۲ زرو پورته تللی او د ټولو مړیو شمېر ۳۲۵۱ ته رسیدلی.

XS
SM
MD
LG