د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۳۹

بامیان کې د بېډمېنټون سیالۍ ترسره شوې


بامیانو کې د بېډمېنټون سیالۍ

په بامیان ولایت کې د بېډمېنټون سیالۍ ترسره شوې.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، دغه سیالۍ چې پنځوسو ښځینه او نارینه لوبغاړو په کې ګډون کړی وو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د بامیان ولایت د ورزش او بدني روزنې امریت په کوربه توب وشوې.

په دغو سیالیو کې په درې کټه ګوریو کې ځوانانو، تنکیو ځوانانو او لویانو ګډون کړی وو.

په لوبو کې د ښځو په برخه کې حمیدې علیزاده، لومړی، مارینا منوري دویم او ارزو صدري درېیم مقامونه خپل کړل او د نارینه‌وو په برخه کې سلیمان اریا، واثق دانش او محمد رضا احمدي په ترتیب سره لومړی، دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

د لوبو په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته د کوربه وو له خوا ډالۍ او جایزې هم وویشل شوې.

XS
SM
MD
LG