د افغانستان د تکواندو فدارسیون د تکواندو په اسیايي سیالیو کې د ګډون لپاره د افغان ملي لوبډلې د ګډون لپاره د چمتوالي خبر ورکوي.
د دغه فدارسیون رئیس نجیب الله سکندري نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ تر راتلونکو لسو ورځو پورې په لبنان کې پیلېږي.
د ښاغلي سکندري په خبره، دم ګړۍ افغان لوبغاړي په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره چمتوالی نیسي.
د نوموړي په وینا په دغو سیالیو کې د افغان ملي لوبډلې ښځینه او نارینه لوبغاړي او دغه شان د پارا تکواندو لوبغاړي هم ګډون وکړي.
د تکواندو اسیايي سیالۍ له هرو دوو کلونو وروسته ترسره کېږي چې د افغان چارواکو په وینا له دې وړاندې په کې افغان لوبغاړو ښې لاسته راوړنې درلودې.