د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

امریکا: له خپلواک او سوله‌ییز افغانستانه ملاتړ کوو څو لاسته راوړنې خوندي شي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په ارګ کې
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په ارګ کې

جمهوري ریاست د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ کابل ته د یوه امریکايي پلاوي له سفره خبر ورکوي.

ارګ وايي، دې پلاوي نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) له جمهور رییس غني او افغان چارواکو سره کتلي او د سیاسي، ډیپلوماټیکو، امنیتي او دفاعي، بشري او د اقتصادي همکاریو په دوام یې خبري کړي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، د متحده ایالاتو ګډ پلاوي له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ۳،۳ میلیارډ ډالرو کلنۍ مرستې ته په اشارې له افغان ځواکونو په ځانګړي ډول هوايي قواوو او د بشر حقونو په برخه د امریکا حکومت پیغام له افغان چارواکو سره شریک کړی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې لیکل شوي، له جمهور رییس غني سره په لیدنه کې دې پلاوي ویلي: "د امریکا متحده ایالات له یوه خپلواک، بې‌پرې، ډموکراټیک او سوله‌ییز افغانستان ملاتړ کوي، څو د تېرو دوو لسیزو لاس‌ته راوړنې وساتل شي."

هاخوا د ملي مصالحې عالي شورا وايي، عبدالله عبدالله سره کتنه کې امریکايي پلاوي د خپل سفر موخه د امریکا او افغانستان ترمنځ د همکاريو د نوې فصل او اړیکو په اړه خبرې بللي.

دې شورا د زلمي خلیل‌زاد له قوله په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، هېواد یې له افغان سولې بشپړ ملاتړ او په دې برخه کې د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع د پیاړتیا لپاره هڅې کوي.

زلمي خلیل‌زاد زیاته کړې، هغه وخت را رسېدلی چې دواړه لوري تاوتریخوالی را کم او د سولې جدي او پایله ورکوونکي خبرې پیل کړي.

د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ دې پلاوي سره کتنه کې عبدالله عبدالله بیا د جګړې په پای ټینګار کړی او زیاتوي، خلک نه‌باید د بې‌معنا جګړې قرباني شي او هېڅ لوری دا تېروتنه و نه کړي چې د جګړې له لارې روانه جګړه ګټلای شي.

زلمی خلیل‌‌زاد داسې مهال کابل ته راځي چې په دوحه کې هم د سولې خبرو د بیا ځلي پیل لپاره هڅې روانې دي.

د دې هڅو په دوام د امنیت او خوندیتوب په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ژیل مېشو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرالاینز د افغانستان له مرکچي او طالب پلاوېو سره کتلي دي.

په دې کتنو کې د سولې له روانې پروسې په ملاتړ او یوې داسې هوکړې خبرې شوي چې ټولو افغانانو ته د منلو وي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: "په دې کتنه کې د سولې پروسې څخه د ملګرو ملتونو په تل‌پاتې ملاتړ ټېنګار وشو. د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوي د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو ونډه مهمه وبلله او څرګنده یې کړه چې د سولې خبرو په دې پړاو به په مهمو مسایلو خبرې وشي او هغه څه به ترلاسه شي چې د افغانانو خوښه وي."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم وايي، د ملګرو ملتونو له چارواکو سره کتنه یې د سولې لپاره کلک هوډ ښودلی دی.

نوموړي ویلي: "د افغان سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو په رول او له سولې وروسته، په بشري مرسته کې د ملګرو ملتونو په مرستې بحث وشو."

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې بیا د سولې خبرو د نوي پړاو د پیل په اړه له هیلو سره-سره دا بهېر نه دی پیل شوی.

خو د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، تمه ده چې سبا د دوی د مرکچي پلاوي پاتې غړي هم دوحې ته ولاړ شي.

د سولې خبرو د نوي پړاو د پیل په برخه کې د نړیوالې ټولنې، امریکا او ملګرو ملتونو سربېره، د افغانانو غوښتنه، اوربند او ترخوا یې د روانې جګړې درول دي.

هغه څه چې د دوی له قوله، یوه بریالۍ سیاسي هوکړې ته به ښه زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG