د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

روغتیا وزارت: تېر شپه او ورځ کې۱۲۷۳ کسان پر کرونا اخته شوي


په کابل کې د افغان جاپان روغتونو چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.
په کابل کې د افغان جاپان روغتونو چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا د مثبتو پېښو او له امله یې د مړینو د زیاتوالي خبر ورکوي.

د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې په دې موده کې ۱۲۷۳ کسان پر کرونا اخته شوي چې په دې سره پر کرونا د ټولو اخته شوېو کسانو رسمي شمېر ۷۹۲۳۶ ته ورسېد.

نوموړي د مړینو په اړه وویل: "په خواشینی سره په دې موده کې ۴۱ کسانو د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی چې دا ډېر غټ رقم دی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې چې په دې سره زموږ د ټولو مړینو رسمي شمېر ۳۱۴۵ ته ورسېد."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دغه راز له خلکو غواړي چې د کرونا د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره دې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي که نه د دې خطرشته چې وضعیت له کنټروله ووځي.

XS
SM
MD
LG