د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۴

برازیل د روسیې سپوټنیک وي واکسین تایید کړ 

د روسیې سپوټنیک وي واکسین
د روسیې سپوټنیک وي واکسین

د برازیل د روغتیایي چارو ادارې د روسیې سپوټنیک وي واکسین تایید کړ.

دې ادارې پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) له څه باندې اووه ساعته بحثونو وروسته د دې واکسین له مشروط استعمال سره موافقه وکړه.

د برازیل د روغتیایي چارو ادارې وویل چې سپوټنیک وي واکسین به یوازې هغو مشرانو ته ورکول کېږي چې ښه صحت لري.

برازیل په اپریل کې د روسیې د کرونا ضد واکسین له صادراتو سره د دې لپاره مخالفت کړی و چې د برازیل د روغتیایي چارو ادارې ویلي و چې دا واکسین خطر لري او کیفیت یې ښه نه دی.

په برازیل کې تر اوسه ۱۶ میلیونه او اته لکه کسان په کرونا ویروس اخته شوې دي او د دې وبا له کبله له اتیا زره څلور سوه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG