د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

افغانستان له یو شمېر هېوادونو د روغتیایي وسایلو د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه


افغانستان د سیمې او ګاونډ له هېوادونو د اکسیجن او نورو روغتیایي وسایلو د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
افغانستان د سیمې او ګاونډ له هېوادونو د اکسیجن او نورو روغتیایي وسایلو د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیمې او ګاونډ له هېوادونو د اکسیجن او نورو روغتیایي وسایلو د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) په دغو هېوادونو کې له افغان سفیرانو او جنرال کونسلانو وغوښتل چې د روغتیایي ملاتړ د راجلبولو لپاره هڅې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د همغږۍ په دې ناسته کې افغان ډيپلوماتانو ته دنده ورکړل شوه چې باید خپلو کوربه هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او کابل مېشتو بهرنیو سفیرانو سره په دې هدف تماسونه ونیسي.

په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه ګړندۍ روانه ده او چارواکو تایید کړې چې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې روغتونونه د اکسیجن له کمښت سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG