د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

امریکا افغانستان سره د تل پاتې ملاتړ لپاره ۲۶۶ میلیونه ډالره مرسته کوي


امریکايي ځواکونه یوه پوځي اډه افغان ځواکونو ته سپاري
امریکايي ځواکونه یوه پوځي اډه افغان ځواکونو ته سپاري

له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په حال کې د امریکا متحده ایالاتو له دغه هېواد سره ۲۶۶ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړه.

په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، له افغانستانه د ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا ژمنې ښکاره دي.

په دې اعلامیه کې چې پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) خپره شوه ویل شوي چې له افغانستان سره به د امریکا بشپړې سیاسي او اقتصادي اړیکې دوام ولري.

د امریکا له دې مرستو به د ۴ اعشاریه ۸ میلیونه بې ځایه شوېو کسانو په ګډون ۱۸ میلیونه اړمن افغانان برخمن شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوی د نوې مرستې یوه اندازه به په روغتیایي برخو له هغې ډلې له کرونا سره د مبارزې پر لارو چارو ولګول شي.

د امریکا له مرستو به ۱۸ میلیونه اړمن افغانان برخمن شي.
د امریکا له مرستو به ۱۸ میلیونه اړمن افغانان برخمن شي.

دوی ویلي، مرستې یې زیانمنونکو افغانانو له دې ډلې هغو ښځو او نجونو ته هم رسېږي چې د جنسیتي تاوتریخوالي له خطر سره مخامخ دي.

له دې سره له ۲۰۰۲ میلادي کال څخه تر اوسه له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو اندازه ۳اعشاریه ۴ میلیارد ډالرو ته ورسېده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، د راتلونکې سېپټمبر میاشتې تر ۱۱مې خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي، خو ټینګار یې کړی چې له دې هېواده به ملاتړ ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې د پاکستان صدراعظم عمران خان د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان او خپل هېواد وضعیت ته اندېښنه ښودلې.

خان د جمعې (د غبرګولي ۱۴مه) په ورځ له رویټرز خبري اژانس سره مرکه کې وویل، که افغانستان کې د ۹۰ نویمو میلادي کلونو وضعیت تکرار شي، پاکستان به هم له خطر سره مخامخ شي. i

عمران خان د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان او خپل هېواد وضعیت ته اندېښنه ښودلې.
عمران خان د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان او خپل هېواد وضعیت ته اندېښنه ښودلې.

نوموړي زیاته کړه: "موږ له داسې ستونزې سره مخامخ یو، کله چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو نېټه اعلان کړه، طالبانو احساس وکړ چې جګړه کې بریالي شوي. اوس که داسې فکر لري هغوی باید د خبرو میز ته راوستل شي، امتیاز دې ورکړل شي چې ورسره سیاسي پخلاینه کې پرمختګ وشي. دا کار اسانه هم نه دی. څه چې اوس پاکستان ته ویره پیدا کړې داده که د افغانستان وضعیت له ۱۹۸۹ کال وروسته کورني جنګ غوندې شي، له افغانستان وروسته به د پاکستان نوبت وي."

د پاکستان صدراعظم زیاته کړه، افغانستان کې هغه حکومت ورته د منلو دی چې د خلکو له خوا انتخاب شوی وي.

له افغانستان سره د امریکا د نوېو مرستو اعلان او هم مهاله ورسره د عمران خان اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې افغانستان کې تاوتریخوالی روان دی او د سولې برخلیک هم نامعلومه بريښي.

د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په پام، همدې نامعلوم وضعیت له خلکو سره اندېښنې پیدا کړي دي.

XS
SM
MD
LG