ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه (د غبرګولي ۱۳مه) د افغانستان او بنګله دیش د فوټبال لوبډلو ترمنځ په پلازمېنه دوحه کې مسابقه وشي.
دا لوبه دوه زره دوه وویشتم نړیوال کپ او دوه زره درویشتم اسیا کپ ته د لارې موندلو لپاره ده.
د بنګله دیش د فوټبال لوبډله د فیفا د شمېرو له مخې یو سل او څلور اتیایم ځای لري او افغان لوبډله تردې پنځه دیرش نومرې لوړ مقام لري.
د افغانستان او بنګله دیش ترڅنګ په ګروپ کې قطر، عمان او هند هم شته. قطر د ګروپ په سر کې دی، بیا عمان دی او ورپسې افغان لوبډله درېیم ځای لري. نننۍ لوبه د افغانستان لپاره مهمه ده که یې بایلي له دې ګروپه د وتلو چانس له لاسه ورکوي.