د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۹ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۸

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوالو جامونو لپاره نوي اصول وټاکل

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوالو جامونو لپاره نوي اصول اعلان کړل.

دغه شورا ویلي چې له دې وروسته به د نارینه لوبغاړو شل اوورېزه او یو ورځنیو سیالیو نړیوال جامونه هر دوه کاله وروسته کېږي.

د دې نوې پرېکړې پر بنسټ به په شل اوورېزه جام کې شل لوبډلې لوبیږي چې مخکښې اته به یې د سوپر اته پړاو ته لاره پیدا کوي، دا شان به په پنځوس اووریزه جام او د قهرمانۍ جام سیالیو چې چمپین ټرافي هم ورته وایي، د لسو پر ځای ۱۴ لوبډلې لوبیږي چې شپږ مخکښې لوبډلې به یې به سوپر شپږ پړاو ته لاره کوي.

د دغه پرېکړې له مخې اوس افغانستان هم چانس لري چې په چمپین ټرافي سیالیو کې خپل بخت وازمایي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG