د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

کوفي: د مذاکراتو پیل لپاره طالبانو ته په تمه یو؛‎ طالبان: وخت یې نه دی کره شوی


ارشیف، قطر کې طالب استازي
ارشیف، قطر کې طالب استازي

که څه هم د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي يو شمېر غړي له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره تېره ورځ دوحې ته رسېدلي‌، خو د مذاکراتو د پيلېدو نېټه او ورځ لا نه ده کره شوې.

‎د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوې یوې غړې فوزیې کوفي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته په يوه لیکلي پيغام کې ويلي، دوی د مذاکراتو د رسمي پیل لپاره مقابل لوري ته په تمه دي.

‎خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته لیکلي، تر اوسه د مذاکراتو د رسمي پیل وخت نه دی مشخص شوی.

د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوې یوه غړې فوزیه کوفي
د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوې یوه غړې فوزیه کوفي

‎د افغانستان د سولې په چارو کې د دوات وزارت ویاندې ناجیې انوري بیا ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دواړه لوري دا مهال د مذاکراتو د مخکینۍ اجن‌‌‌‌‌‌ډا پر بنسټ د پلانونو پر جوړولو بوخت دي.

‎اغلې انوري زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی په دوحه کې د مقابل لوري سره په همغږۍ، د دواړو لورو د پلاوو د مخکینۍ اجن‌‌‌‌‌‌ډا له مخې د مذاکراتو د طرحې او پلانونو د جوړولو په برخه د کار په حال کې دی، څو مذاکرات له هغه ځایه چې درېدلي وه، ژر بېرته پیل شي."

‎که څه هم د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ټول غړي دوحې ته نه دي ولاړ او يو شمېر لاهم په کابل کې دي، خو وړاندې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بيا ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته ویلي و چې د دوی د مرکچي پلاوي ټول غړي دوحې ته رسېدلي او د مذاکراتو د بیا پیل لپاره چمتوالی نیسي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دوات وزارت ویانده ناجیه انوري
د افغانستان د سولې په چارو کې د دوات وزارت ویانده ناجیه انوري

طالبانو له افغانستانه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې د ټولو بهرنیو ځواکونو د نه وتلو له امله دا خبرې په ټپه درولې وې.

‎په ورته وخت کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټاکام) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د مې میاشتې له لومړۍ نېټې له کله چې له افغانستان د بهرنیو عسکرو د وتلو بهیر پیل شوی، د دغې میاشتې تر وروستۍ پورې ، دوی په افغانستان کې له ۳۰ تر ۴۴ سلنه خپل حضور کم کړی دی.

‎په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی تر اوسه د امریکا دفاع وزارت ته' C_۱۷۳۰۰' طیارې، او ۱۳۰۰۰ د دفاع لوژیستیکي تجهیزات سپارلي دي.‎ دغه شان، متحده ایالاتو په رسمي ډول د افغانستان دفاع وزارت ته شپږ تاسیسات سپارلي دي.

‎بل خوا فرانسې خبري اژانس خبر ورکړی چې تر راتلونکو دوو اونیو به د بګرام پوځي ا‌‌‌‌‌‌‌ډه هم د امریکا له لوري بېرته افغان پوځ ته وسپارل شي.

ټاکل شوې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د سېپټمبر تر۱۱ مې نېټې بشپړه شي.

‎د يادونې وړ ده چې له دغه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د بهير په پيل سره په دغه هېواد کې جګړه د پخوا پرتله تېزه شوې ده، خو افغان حکومت ویلي، افغان پوځ د وضعیت د کابو کولو او له خپل هېواد او خلکو د دفاع وړتیا لري.

XS
SM
MD
LG