د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۷

فعالان او ځوانان: خوست کې ډېری ګمارنې د وړتیا پرځای د اړیکو له لارې کېږي

خوستي ځوانان او فعالان
خوستي ځوانان او فعالان

د خوست مدني فعالان او ځوانان د کاري فرصتونو له نشتونه شکایت کوي او وايي چې په دې ولایت کې ډېری ګمارنې د شایسته ګۍ او وړتیا پرځای د واسطې او اړیکو له لارې ترسره کېږي.

دوی بې کاري، ناامني، لوړو زده کړو او نوې ټکنالوژۍ ته لږ لاس رسۍ، کمزوری اقتصاد، لوړ ولور پر نشو روږدېدل او په غیرقانوني لارو نورې نړۍ ته مهاجرتونه هغه ستونزې بولي چې افغاني ځوانان ورسره لاس او ګریوان دي.

نن د سې شنبې (د غبرګولي ۱۱مه) په ورځ مدني فعال طایب الدین بریال ازادي راډیو ته وویل، یادو ستونزو ځوانان خپل راتلونکي ته اندېښمن کړي دي.

نوموړی دا هم وايي چې د دې سیمې د ځوانانو د پام وړ برخه په نشو اخته شوې، خو د درملنې لپاره يې اساسي برنامه نشته او هغه ځوانان چې د زده کړو په درشل کې دي، هغوی ته هم د عملي زده کړو لپاره لازم شرایط نه دي برابر شوي.

د ځوانانو د پارلمان غړی ساجد شاه هم په خوست کې د ځوانانو د بې کارۍ کچه لوړه بولي او وايي چې د ځوانانو اقتصاد کمزوری دی او حکومتي ادارو ته هم ځوانان تر ډېره په روابطو جذبیږي.

یو بل مدني فعال نجیب الله واثق وايي، سره له دې چې د حکومت له خوا په وروستیو کلونو کې ځوانانو ته پاملرنه ډېره شوې، خو تراوسه هم له ځینو بې عدالتیو کړیږي.

د ځوانانو د پارلمان غړی ساجد شاه هم په خوست کې د ځوانانو د بې کارۍ کچه لوړه بولي
د ځوانانو د پارلمان غړی ساجد شاه هم په خوست کې د ځوانانو د بې کارۍ کچه لوړه بولي

نوموړي زیاتوي: "ځوانانو ته به کار شوی وي، خو ځوانان له دولته ګیلې هم لري، اکثره ګمارنې د روابطو پر اساس کېږي، ضوابطو ته اهمیت نه ورکول کېږي، د ځوانانو هیله دا ده چې دوی ته د کار او وظیفې سپارلو په وخت کې پر ضوابطو فیصلې وشي، نه په روابطو باندې. "

د ټولنیزو علومو یو تن استاد سپین روان نورزی وايي، حکومت باید د ځوانانو لپاره له هغو مېکانیزمونو استفاده وکړي چې په هغه کې عدالت تامینیږي: "زما غوښتنه دا ده، باید دولت د ځوانانو کار موندنې ډېره توجه وکړي، خصوصاً د تعلیم یافته ځوانانو غوښتنې په نظر کې ونیسي او د هغوی لپاره د عدالت او داسې مېکانیزمونو نه استفاده وکړي چې په هغه کې عدالت تامینږي."

بل خوا د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد انور زاهد د ځوانانو د بې کارۍ ستونزې په اړه وايي، په دې ولایت کې تر ډېره د ازموینې د الکټرونیکي مرکز په پرانیستې سره د ځوانانو په ګمارنه کې شفافیت تامین شوی دی.

په خوست کې د یووالي او بدلون کاروان مشر عبدالولي واحدزی هم وايي، دې ولایت کې د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه لږ دي او ځوانان د کارموندنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړی هیله کوي چې حکومت به د نړیوالو بنسټونو او مرستندویه موسسو په همکارۍ داسې اوږدمهالې او بنسټیزې پروژې عملي کړي چې د ځوانانو لويې برخې ته په کې دایمي کارموندنه وشي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG