اصغر افغان د کرکټ د ملي ټيم له لوبډلمشرۍ ګوښه او پر ځای یې حشمتالله شهیدي وټاکل شو.
دا خبر دوشنبه ماښام د افغانستان کرکټ بورډ خپور کړ.
کرکټ بورډ ویلي اصغر افغانیې ځکه لیرې کړ چې د ځینو پرېکړو له لاسهیې افغانستان سږ کال د زېمبابوې په وړاندې لومړۍ ټسټ لوبه بایللې وه.
افغانستان او زېمبابوې سږ کال په مارچ کې دوه ټسټ لوبې وکړې چې لومړۍ یوهیې زېمبابوې په لوی توپیر یعنې ۱۰ وېکټو وګټله.
بورډ ویلي د نړیوالو یو ورځنیو او ټسټ لوبو لپاره حشمتالله شهیدي د لوبډلمشر او رحمتشاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شوي.
د کرکټ بورډ اعلامیه زیاتوي چې د نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو لپاره هم ژر یو کپټان ټاکي، خو راشد خان به ورسره مرستیال وي.
اصغر افغان یو وار مخکې هم د ۲۰۱۹ کال تر نړیوال جام مخکې له لوبډلمشرۍ ګوښه او پر ځای يې ګلبدین نایب وټاکل شو چې د لوبغاړو تر سختو لانجو وروسته بېرته کپټاني ورکړل شوه.