د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

بریتانیا غواړي «G-7» کې د کرونا ضد واکسین پاسپورټونو په اړه یوه موافقه وشي


د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د کرونا ضد واکسین د ترلاسه کولو پر مهال
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د کرونا ضد واکسین د ترلاسه کولو پر مهال

د بریتانیا صدراعظم وايي، دی غواړي چې د ۷ لویو صنعتي هېوادونو یا (G-7) په راروانه سرمشریزه کې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین د پاسپورټونو په اړه یوه موافقه وشي.

بورېس جانسون پرون یکشنبه د کاناډا له «CBC» نشراتي ارګان سره په مرکه کې وویل چې هیله‌من دی په دې سرمشریزه کې د کرونا ویروس د وبا په اړه د چمتووالي یو تړون هم وشي.

بریتانیا په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې کرونا وبا سخت ځپلی دی، خو د واکسین پرمختللي کمپاین‌یې د کرونا ویروس پېښې کمې کړي او د کار و بارونو د بېرته برانیستل کېدو لپاره‌یې زمینه برابره کړې ده.

په پام کې ده، د اوو لویو صنعتي هېوادونو مشرانو د جون له ۱۱مې تر ۱۳مې په انګلستان کې سره راغونډ شي.

د دغو هېوادونو په ډله کې د بریتانیا ترڅنګ د امریکا متحده ایالات، کاناډا، جاپان، فرانسه، جرمني او ایټالیا شامل دي.

XS
SM
MD
LG