د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د روزنیزو مرکزونو تړلو په اړه د عامې روغتیا وزارت پرېکړه له غبرګونونو سره مخ شوه


ارشیف
ارشیف

د عامې روغتیا وزارت له‌خوا د دوو اوونیو لپاره د روزنیزو مرکزونو د تړلو پرېکړه، د خصوصي ښوونیزو مرکزونو له غبرګون سره مخ شوه.

د خصوصي ښوونیزو مرکزونو ټولنه د عامې روغتیا وزارت دغه پرېکړه یو اړخیز او غیر مسؤلانه ګڼي او ټینګار کوي چې عملي به‌یې نه‌کړي.

د دغې ټولنې مسؤلینو د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۹» په یوې اعتراضیه ناسته کې وویل، که دولت ته د خلکو او ټولنې سلامتیا مهمه وي، نو په دې تړاو یې باید سیاست جامع وي نه د یوې ځانګړې څانګې لپاره.

د خصوصي ښوونیزو مرکزونو د ټولنې رئیس سنجر خالد وویل، د ځینو ښوونیزو مرکزونو تړل او د ځینو خلاص پرېښودل، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي مؤثره لاره نه‌ده.

ښاغلی خالد زیاتوي: "ښوونیز مرکزونه د روغتیايي تدابیرو، روغتیایي سپارښتنو، د ماسکونو او عفوني ضد موادو د کارولو، ټولنیز واټن او ګڼې ګوڼې د نه‌جوړولو د مواردو په پام کې نیولو سره خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي او په هېڅ ډول نه‌تړل کېږي. ښوونیز مرکزونه په دې برخه کې نور له تبعیضه ډک سیاستونه نه‌شي زغملی او که بیاهم دغه کرنلاړه ادامه ومومي دوی به په هر ډول مدني فعالیتونو لاس پورې کړي."

بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت ویلي دغه پرېکړه یو اړخیز او تبعیضي نه، بلکې اړتیا ته په کتو او د پوهنې او لوړو زده‌کړو د وزارتونو په مشوره شوې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري وايي: "دغه پرېکړه خپله د وزارت په همغږۍ نیول شوې او که کومه ستونزه په‌کې وي، له ښوونیزو مرکزونو او د لوړو زده‌کړو له وزارت سره‌یې باید مطرح او حل‌یې کړي او که احیاناً بیا کتنه پرې کېږي نو د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د دوی په توافق به کېږي، خو اوس د ۱۶ ولایتونو د لوړو زده‌کړو په مرکزونو او ښوونځیو کې قرنطین اعلان شوی دی."

په ورته وخت کې د پوهنې د وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي راډیو ته وویل، ټول خصوصي او دولتي ښوونیز مرکزونه باید اعلان شوې پرېکړه عملي کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین
د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین

اغلې ارین زیاتوي: "ټول خصوصي او دولتي ښوونیز مرکزونه چې پوهنې وزارت پورې اړه لري، د جوزا له اتمې نه تر دوو اوونیو پورې رخصت دي چې لامل‌یې روغتیایي مسایل او د خلکو خوندیتوب دی. د پوهنې وزارت اړوند هر بنسټ که د دغه تصمیم پر خلاف اقدام وکړي، د دغه وزارت له قانوني چلند سره به مخ شي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه په تېزۍ سره مخ په خپرېدو ده.

د عامې روغتیا وزارت له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د یکشنبې په ورځ د 'کووېډ-۱۹' د درملنې په خاطر د قصبې روغتون هم پرانیست.

د عامې روغتیا وزارت مخکې له دې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د جوزا له اتمې نه تر دوو اوونیو پورې په ۱۶ ولایتونو کې ټول پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز مرکزونه تعطیل کړي دي.

ارشیف، د کابل په افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان
ارشیف، د کابل په افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان

دغه‌شان کابل ښاروالۍ هم تر دوو اوونیو لپاره د ودونو د سالونونو په ریزرفولو بندیز لګولی دی.

XS
SM
MD
LG