د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۲۲

پاکستان ته د افغانستان پر ۸۰ سلنه الوتنو بندیز؛ افغانستان به هم 'ورته عمل' وکړي


پاکستان له کابل څخه اسلام‌اباد ته د تلونکو الوتکو د الوتنو شمېر په اوونۍ کې له ۵ څخه یوې ته راکم کړی، خو پاکستانۍ الوتکې بیا پوره ۵ الوتنې کوي.
پاکستان له کابل څخه اسلام‌اباد ته د تلونکو الوتکو د الوتنو شمېر په اوونۍ کې له ۵ څخه یوې ته راکم کړی، خو پاکستانۍ الوتکې بیا پوره ۵ الوتنې کوي.

پاکستان په ښکاره د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي په هدف له کابل-اسلام‌اباد ته د تلونکو الوتکو ۸۰ سلنه الوتنې راکمې کړې دي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، دا پرېکړه په یو اړخیز ډول شوې او د هغې هوکړې خلاف ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې.

د دې ادارې ویاند محمد نعیم صالحي ازادي راډیو ته وویل، د دې ستونزې د حل په موخه روانه اوونۍ له پاکستاني چارواکو سره خبرې کېږي.

دی زیاتوي، که پاکستان په خپلې یو اړخیزې پرېکړې ټینګار وکړي، افغانستان به هم ورته عمل وکړي.

ښاغلی صالحي زیاتوي: "د ملکي هوايي چلند اداره په روانه اوونۍ کې پر دې موضوع له پاکستاني چارواکو سره بحث کوي. که چېرې ستونزه حل نه‌شي او موږ ته مثبت ځواب رانه‌کړل شي، افغان دولت به هم ورته عمل وکړي، په دې معنی چې د پي‌ای‌اې الوتنې به هم کمې شي."

پاکستان له تېرو ۱۰ ورځو له کابل څخه اسلام‌اباد ته د تلونکو الوتکو د الوتنو شمېر په اوونۍ کې له ۵ څخه یوې ته راکم کړی دی، خو پاکستانۍ الوتکې بیا پوره ۵ الوتنې کوي.

د پاکستان د پي‌ای‌اې شرکت الوتکه
د پاکستان د پي‌ای‌اې شرکت الوتکه

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د یوې هوکړې پر بنسټ، له افغانستانه یوازې کام‌ایر هوايي شرکت کولای شي پاکستان ته په اوونۍ کې ۵ الوتنې وکړي او له پاکستان څخه د دې هېواد د پي‌ای‌اې شرکت هم په اوونۍ کې کابل ته د پنځو الوتنو اجازه لري.

خو د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، اسلام‌اباد بې له کومې مشورې او د شوې هوکړې خلاف، د افغانستان د کام‌ایر شرکت څلور الوتنې له دې کبله چې ګنې د کرونا وبا د خپرېدو مخنیوی کوي، لغوه کړې دي.

بل‌خوا د کام‌ایر هوايي شرکت د سوداګرۍ رئیس سلیمان عمر ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره باید اسلام‌اباد ته د دې شرکت د الوتنو د بیا پیل زمینه برابره کړي.

ښاغلی عمر وايي: "اوس باید د افغان شرکتونو له حقونو ملاتړ او ننګه وشي. د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د هوايي شرکتونو اقتصادي وضعیت ښه نه‌دی. باید همکاري او هڅه وشي چې موږ بیا پر دې مسیر خپلې الوتنې پیل کړو."

د کابل هوايي ډګر کې د کام‌ایر هوايي شرکت الوتکې
د کابل هوايي ډګر کې د کام‌ایر هوايي شرکت الوتکې

افغان چارواکو له دې وړاندې هم پاکستان په دې تورن کړی چې نه‌یوازې په سیاسي، بلکې له دې هېواد سره په سوداګریزه برخه کې هم په خپلو ژمنو وفا نه‌کوي او تل‌یې په یو اړخیز ډول او یوازې د خپلو ګټو پر بنسټ، پرېکړې کړي.

دوه کاله وړاندې هم، هغه مهال چې د نوې ډېلي او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، پاکستان د افغان الوتکو د الوتنو پر مخ، خپل هوايي حریم وتړه او اجازه‌یې ورنه‌کړه چې هند ته له دې لارې الوتنې وکړي.

XS
SM
MD
LG