د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

د البیروني پوهنتون د استادانو او محصلینو پر موټر چاودنې ته غبرګونونه


د البیروني پوهنتون پر موټر چاودنه کې ټپيان شوي استادان او محصلین
د البیروني پوهنتون پر موټر چاودنه کې ټپيان شوي استادان او محصلین

په پروان کې د البیروني پوهنتون د استادانو او محصلینو پر موټر پرونۍ چاودنه په پراخه کچه غندل شوې ده.

له پرونۍ چاودنې وروسته د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا د هدفي وژنو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د دغې مقناطیسي ماین چاودنې هدف د البیروني پوهنتون د استادانو او محصلانو موټر و.

د پروان د بګرام ولسوالۍ د رباط سیمې دې چاودنه کې لږترلږه ۴ تنه ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

پروان کې د ازادي راډیو خبریال د ځایي چارواکو په حواله د ټپيانو شمېر ۱۳ تنه یادوي.

کورنیو چارو وزارت وایي وژل شوي او ټپیان ټول د پوهنتون استادان او محصلان دي.

د البیروني پوهنتون د استادانو او محصلینو موټر چې د چاودنې هدف ګرځېدلی
د البیروني پوهنتون د استادانو او محصلینو موټر چې د چاودنې هدف ګرځېدلی

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کابل په شمال کې د کلکان په سیمه کې د روغتیایي کارکوونکو پر موټر ورته برید شوی و چې یو کس‌یې وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.

دا چې د دې ډول بریدونو هدف چې مسؤلیت‌یې هم څوک نه‌اخلي څه کېدای شي؟ د ولسي جرګې غړی نعمت‌الله کریاب‌یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "هر څوک او هره ډله چې په دې وطن کې د بربادۍ یو ګام اخیستلی شي، صرفه نه‌پرې کوي، دا لومړی ځل نه‌دی چې د پوهنتون پر استادانو برید کېږي، له دې وړاندې پر کابل پوهنتون او نورو علمي او ښوونیزو مرکزونو بریدونه شوي دي، دغه‌راز د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر ډاکترانو او یا هغو کسانو بریدونه کېږي چې ټولنې ته خیر رسوي او راتلونکې رڼولی شي، هدف‌یې دا دی چې خلکو کې وېره او ډار خپور کړي او دا اسانه هدفونه دي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر پرون د دې حملې په غبرګون کې په ټویتر کې ولیکل چې په افغانستان کې پر پوهنه حملې روانې دي چې د دغو هدفي وژنو ختمېدو ته اړتیا ده.

د مېرمن شهرزاد په خبره، افغانان اوربند، بامفهومه مذاکرو، د شخړو ختمېدو او د هدفي وژنو پای ته رسېدل غواړي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا هم پرون په یوه اعلامیه کې د البیروني پوهنتون د استادانو او محصلانو پر موټر شوې حمله غیر انساني عمل او بشر ضد جنایت بللی دی.

په اعلامیه کې د دې شورا مشر عبدالله عبدالله د قربانیانو د کورنیو له غړو سره خواخوږي ښوولې او ویلي یې دي چې افغانستان به هېڅکله تیاره راتلونکي ته ستون نه‌شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم په ټویټر کې لیکلي چې د پوهنې دښمنانو د البیروني پوهنتون د استادانو او محصلانو پر موټر په حملې سره یو وار بیا خپله بشر ضد څېره څرګنده کړه.

XS
SM
MD
LG