د جرمني په ګڼو ساحو کې څارنوالانو د هغو کمپنیو په اړه څېړنې پیل کړي چې په وړیا یې خلکو ته د 'کووېډ-۱۹' معاینات کول.
دا اقدام وروسته تر دې وشو چې په ځینو راپورونو کې وویل شول، ځینو دغو کمپنیو له حکومت د پیسو ترلاسه کولو لپاره د مثبتو پېښو شمېر زیاته ښووه.
څارنوالانو په شمال ختیځ ښار بوخوم کې هم پر یوه کمپنۍ چاپه واچوله او د ځینو نورو په اړه څېړنې پیل شوې.
د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' د معایناتو د چټکتیا په هدف د جرمني حکومت خلکو ته دغه معاینات وړیا اعلان کړل، په بدل کې یې کمپنیو ته د هرې معاینې په بدل کې ۱۸ یورو چې د ۲۲ ډالرو معادل کېږي ورکول کېدل.