د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

امریکا او هند ژمنه وکړه چې په ګډه د کرونا مخنیوي ته هڅې کوي 


ارشیف، د هند او امریکا ګډ بیرغونه
ارشیف، د هند او امریکا ګډ بیرغونه

د امریکا متحد ایالاتونه او هند ژمنه وکړه چې په ګډه به د کرونا وبا د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

دا ژمنه په داسې وخت کې شوې ده چې د هند د څه باندې یو اعشاریه درې میلیارده نفوس، څه باندې درې فیصدو واکسین کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون په واشنګټن کې د هند له بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر سره ګډې خبري غونډې ته وویل، د کووېډ-۱۹ په لومړۍ مرحله کې هند له متحد ایالاتونو سره دریدلی و چې کله به دا هېر نه کړو او اوس هغه وخت دی چې موږ له هند سره ودریږو.

د هند د بهرنیو چارو وزیر دې غونډې ته وویل چې په دې سخت وخت کې هند د امریکا له غښتلي ملاتړه مننه کوي.

د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر اوسه په هند کې تر اووه ویشت میلیونه ډېر خلک په کرونا اخته شوي دي او د دې ناروغۍ د تلفاتو شمېر په دې هېواد کې تر درې لکه اتلس زرو اوښتی دی.

دا تر امریکا وروسته تر بل هر هېواد د کرونا لوړې شمېرې دي، خو داسې باور کېږي چې په هند کې به په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو او تلفاتو شمېرې تر دې ډېرې لوړې وي.

XS
SM
MD
LG