د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

تنکیو ځوانانو ته د 'فایزر' او 'بایو اینټیک' واکسینونو د تطبیق اجازه ورکړل شوه


د اروپايي ټولنې د درملو د اړوندو چارو مسوولې ادارې نوېو ځوانانو ته د فایزر او بایو این ټیک د واکسینونو د تطبیق ملاتړ وکړ
د اروپايي ټولنې د درملو د اړوندو چارو مسوولې ادارې نوېو ځوانانو ته د فایزر او بایو این ټیک د واکسینونو د تطبیق ملاتړ وکړ

د اروپايي ټولنې د درملو ایجنسۍ'EMA' د ۱۲ او ۱۵ کلونو ترمنځ تنکیو ځوانانو ته د کرونا ویروس پر ضد د امریکا د فایزر او د جرمني د بایو اینټیک کمپنیو له خوا د جوړو شوېو واکسینونو د تطبیق اجازه ورکړه.

له دې سره له متحدو ایالاتونو او کاناډا وروسته اوس د اروپايي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادونو کې په پراخه کچه د کرونا ضد واکسین تطبیق ته لاره هوارېږي. دې ادارې په دې اړه له څو اونیو څېړنو او ارزونو وروسته دا پرېکړه وکړه.

دا دوه ډوله واکسینونه په اروپا کې لا له پخوا ۱۶ کلنو او له هغو د ډېر عمر لرونکو کسانو ته ورکول کېږي.

د کرونا ویروس پر ضد د امریکا د فایزر کمپنۍ
د کرونا ویروس پر ضد د امریکا د فایزر کمپنۍ

'EMA' پرون د مې په ۲۸مه وویل چې د ۱۲ او ۱۵ کلونو ترمنځ تنکیو ځوانانو ته هم د دې واکسینونو دوه -دوه ډوزه د لږ تر لږه درېیو اونیو په واټن تطبیقېږي.

دې ادارې زیاته کړه چې اوس د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو پورې اړه لري چې د دې عمر لرونکو ځوانانو ته کله د واکسین بهیر پیلوي؟

په داسې حال کې چې د نړۍ په نورو برخو کې زړو او کمزورو خلکو ته واکسین نه رسېږي، په شتمنو هېوادونو کې تنکیو ځوانانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق یو لړ پوښتنې او اندېښنې پارولي دي.

د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې خلکو ته تردې دمه د کرونا واکسین نژدې ۱۷۳ میلیونه ډوزه ورکړل شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د اروپايي څانګې مشر هانس کلوج پرون جمعه (د غبرګولي ۷مه) په یوه مرکه کې خبرداری ورکړ چې کرونا به تر هغه وخته ختمه نه شي چې د دې لویې وچې په سلو کې اویا وګړي واکسین نه شي.

هغه زیاته کړه، د کرونا د نوې بڼې چټک سرایت د ده لویه اندېښنه ده. ښاغلي کلوج د کرونا ویروس هندۍ بڼه د مثال په توګه یاده کړه چې د ده په وینا د خپرېدو سرعت یې د بریتانوۍ پرتله هغې خورا زیات دی په داسې حال کې چې د هندۍ بڼې له راوتو مخکې د بریتانوۍ بڼې د سرایت سرعت زیات بلل کېده.

کلوج زیاته کړه چې اروپايي هېوادونه باید د واکسین پروسه چټکه او زیات خلک واکسین کړي.
کلوج زیاته کړه چې اروپايي هېوادونه باید د واکسین پروسه چټکه او زیات خلک واکسین کړي.

د منځني اسیا په ګډون په ۵۳ هېوادونو او قلمروونو کې چې د روغتیا د نړیوال سازمان د اروپايي څانګې په حوزه کې شامل دي په سلو کې ۲۶ خلکو ته د کرونا ضد واکسین یو ډوز ورکړل شوی، خو په اروپايي ټولنه کې په سلو کې ۳۶ خلکو د دې واکسین لږ تر لږه یو ډوز ترلاسه کړی دی.

ښاغلي کلوج زیاته کړه چې اروپايي هېوادونه باید د واکسین پروسه چټکه او زیات خلک واکسین کړي.

د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۷۰ میلیون ته نژدې شوی او له دې کبله د مړینو شمېر له درې نیم میلیونه اوښتی دی.

همدا راز تر اوسه د ټولې نړۍ په کچه د کرونا ضد واکسین څه کم دوه میلیارده ډوزه تر ډېره په متحدو ایالاتو، د اروپايي ټولنې په غړو او نورو شتمنو هېوادونو کې خلکو ته ورکړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG