د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۸

کندهار کې د بهرني ځواکونو د مهماتو تود بازار؛ "ډېری د کباړ په بڼه پلورل کېږي"


کندهار کې د بوش بازار چېرته چې د بهرني ځواکونو ځینې وسایل او مهمات پلورل کیږي.
کندهار کې د بوش بازار چېرته چې د بهرني ځواکونو ځینې وسایل او مهمات پلورل کیږي.

له کندهار هوايي ډګره د بهرني ځواکونو تر وتلو وروسته د هغوی د وسایلو او پوځي مهماتو د پېر او پلور بازار تود دی.

د افغانستان په جنوب کې د بهرني ځواکونو دغه تر ټولو لویه پوځي اډه چې یو مهال په کې شااوخوا ۳۰ زره بهرني عسکر دېره وو، د روانې مې میاشتې په ۱۲ مه نېټه افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

د بهرني ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه ځواکونو د وسایلو او مهماتو پېر او پلور د یو شمېر خلکو لپاره د کار وسیله ګرځیدلې.

په اوونۍ کې دوه تر درې ځله په وسایلو او مهماتو بار یو شمېر کانټینرونه له هوايي ډګره راوځي او د کندهار ښار په ښوراندام سیمه کې د بوش په نوم په یوه بازار کې پلورل کېږي.

د کندهار د پوځي اډې وسایل د کباړ په بیه پلورل کېږي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00

د امیر محمد په نوم د دغه وسایلو یوه کاروباري ازادي راډیو ته وویل چې دغه وسایلو او نظامي مهماتو کې ویجاړ شوي زغروال ګاډي، جنراتورونه، کانټیرونه، خیمې، کمپیوټرونه، مخابرې، انتنونه او د ځان ساتنې ځانګړی وسایل شامل دي.

دی وايي: "په توکو کې کمپیوټران، یخچالونه، زرې موټران او زغرې هم په کې شته نظامي سامانونه هم په کې راوتلي دي انتنونه، مخابرۍ او رنګارنګ سامانونه دي."

د حاجي کلات خان پهلوان په نوم یو بل کاروباري ازادي راډیو ته وویل چې د بهرني ځواکونو د دغه مهماتو او وسایلو ډېره برخه د کباړ په بڼه پلورل کېږي.

دی وايي: "دا زاړه لوډران، زاړه موټران د کاره لویدلي شیان اخلو، بیا دغه یو سرای معلوم دی، مشخص دی، هغه دلته راوړو په دې ځای کې یې پر خلکو خرڅوو دا شیان چې له هوايي ډګره هم راوځي هغه هم کباړ له کاره لویدلي مالونه دي."

تر دې مخکې امریکايي ځواکونو ویلي و چې دوی د راتلونکي خطر د مخنیوي لپاره هغه وسایل ویجاړوي چې نه غواړي د دښمن لاس ته ورشي.

په عین وخت کې د جنوب لویدیځې حوزې د خلکو د ټولنیزې شورا رییس محمد اعظم سمندر له کندهار هوايي ډګره د بهرني ځواکونو د مهماتو او وسایلو پر را ایستلو او پلورو اندېښنه ښيي او وايي چې ممکن په دغه وسایلو کې هغه مهمات هم شامل وي چې د بهرني ځواکونو له خوا افغان ځواکونو ته د جګړې لپاره سپارل شوي.

کندهار کې د بوش بازار
کندهار کې د بوش بازار

ښاغلي سمندر زیاته کړه: "بهرني ځواکونه چې وځي او دا تجهیزات یې په کباړ شکل خرڅېږي موږ ولس په دې باندې پریشانه یو، باید دا شیان د افغانستان نظام ته داسې ور تسلیم شي چې ونه پلورل شي."

بل خوا د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د بهرني ځواکونو د وتلو سره سم یو شمېر پوځي وسایل ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ ته سپارل شوي او یو شمېر غیر پوځي وسایل چې خپله بهرني ځواکونو پر ژباړونکو او قراردیانو پلورلي اجازه لري چې د هوايي ډګر څخه بهر شي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحیی علوي ازادي راډیو ته وویل چې دوی له هوايي ډګره د پوځي وسایلو انتقال ته اجازه نه ده ورکړې: "په بازارونو کې پوځي وسایل نه دي پلورل شوي، دلته زموږ د پلټنې پوستې شته، له دې ځایه چې هرڅه ایستل کېږي، دوی یې ګوري، له دې ځایه هېڅ جګړه ییز وسایل نه دي ایستل شوي، تاسې بیخي ډاډه اوسئ، خو ځینې زاړه ټلوېزیونونه، ایرکنډیشنونه او یخچالونه چې بهرنیانو خپل ژباړونکو ته ورکړي وو، دوی د خپل استعمال او یا هم خرڅلاوو لپاره ایستي وو، هغه هم بهرنیانو د دغه وسایلو لپاره اسناد ورکړي وو."

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د مې له لومړی نېټې پیل شوی او ټاکل شوې چې د سېپټمبر د میاشتې تر ۱۱ مې نېټې بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG