د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

‎سوني لاګېټ: هغه ادعاوې چې امریکا په پاکستان کې ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړي 'دروغ' دي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند وایي، هغه ادعاوې چې امریکا په پاکستان کې ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړي 'دروغ' دي.

‎سوني لاګېټ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره خبرو کې دا خبره د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو د مخکنیو څرګندونو پر بنسټ وکړه.

‎بل خوا پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم دا راپورونه رد کړي چې ګوندې د دغه هېواد په خاوره کې به امریکا پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لاګیت
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لاګیت

‎ښاغلي قریشي د سې شنبې(د غبرګولي ۴مه) په ورځ د پاکستان پارلمان په مجلس کې وویل: "ځینو رسنیو خبر ورکړی چې پاکستان کې امریکایي اډې جوړېږي. زه تاسو ته په واضح الفاظو وایم چې دا خبر کاملاً بې بنسټه دی. دا فقط د عوامو غولول دي. عمران خان دوی ته وویل چې هېڅ کومه امریکايي ا‌‌‌‌‌‌ډه به د پاکستان په خاوره کې نه جوړېږي."

‎د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هېچا ته به د دغه هېواد له خاورې د نظامي اهدافو د کارولو اجازه ور نه کړي.

قریشي زیاته کړه: "د ویکیلیکس خبر کاملاً بې بنسټه دی چې وایي، پاکستان د ډرون عملیاتو اجازه ورکړې. زموږ واضع ځواب دا وو چې هېڅ ډول ډرون فعالیت به د پاکستان په خاوره کې نه ترسره کېږي او دا زموږ د حکومت واضع پالیسي ده. زه د عمران خان په اجازه او د کابینې د پالیسي د اعلان پر بنسټ تاسو ته ډاډ درکوم چې پاکستان محفوظ دی."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

‎دا په داسې حال کې ده چې په روانه میاشت کې یو شمېر لویدیځو او سیمه ییزو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګوندې امریکا له افغانستانه د پوځیانو له ایستلو وروسته په شااوخوا هېوادونو کې د پوځي شتون لپاره د اډو جوړولو په لټه کې دی.

‎په دې راپورونو کې د مرکزي اسیا او پاکستان یادونه د هغو هېوادونو په توګه شوې چې ښایي امریکا په کې پوځي شتون وغواړي.‌

دغه شان د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ډېوېډ هېلوي د تېرې شنبې په ورځ ګانګرس ته وویل، پاکستان دوی ته اجازه ورکړې چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ملاتړ لپاره د دوی هوایي او ځمکنۍ لار وکارول شي.

‎طالبانو هم په یوه تازه اعلامیه کې دغو راپورونو په اړه غبرګون ښودلی.

‎دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویلي چې په سیمه کې د پرديو ځواکونو شتون په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو اصلي لامل دي.

‎په دې خبرپاڼه کې دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې له ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو هېوادونو غوښتي چې د دوی پرضد نورو ته د هوایي او ځمکني حریم کارولو اجازه ور نه کړي.

طالبان وايي د پرديو ځواکونو شتون په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو اصلي لامل دي.
طالبان وايي د پرديو ځواکونو شتون په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو اصلي لامل دي.

‎دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر دوام لري او ټاکل شوې د روان میلادي کال د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې پای ته ورسېږي.

‎متحده ایالاتو ټینګار کړی چې له دې هېواده د ځواکونو په ایستلو سره به له سیمې ونه‌وځي او په منځني ختیځ کې به په قوت حضور ولري.

‎د پنټاګون ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په سیمه کې به خپلو متحدانو ته د امریکا په ژمنو کې بدلون رانه‌شي.

‎وړاندې د دوشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن د پاکستان له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې وې.

ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه د افغانستان دفاع وزارت معلومات هم ولري، خو د دغه وزارت مرستیال ویاند په دې اړه خبرې ونه کړې.

XS
SM
MD
LG