د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

"کندز کې د نوېو ۳ ولسوالیو اداري تشکیلات منظور شوي، خو لا د طالبانو سره دي"


ارشیف، د کندز ښار مرکزي چوک
ارشیف، د کندز ښار مرکزي چوک

پنځه کاله وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د کندز ولایت لپاره درې نوې ولسوالۍ منظورې شوې وې، اقتاش، کلباد او ګل تپه، خو په داسې حال کې چې د دغو ولسوالیو ټول اداري تشکیلات منظور شوي، خو ځايي اوسیدونکي یې وايي، لا تر اوسه نه دي فعاله او ډېری سیمې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي.

اقتاش د خان اباد ولسوالۍ بدنې څخه، کلباد د امام صاحب ولسوالۍ بدنې څخه او ګل تپه د کندز مرکز بدنې څخه جلا شوي ولسوالۍ دي.

د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي له حکومته غواړې چې اقتاش، ګلتپه او کلباد ولسوالۍ امن او فعاله کړي.

د کندز د ګل تپې ولسوالۍ یو اوسېدونکي خیرالله شینواري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "که دغه ولسوالۍ امنیت شي او ټولې سیمې تصفیه شي او هلته حکومتوالي فعاله شي، ډاډه یم هغه ستونزې چې دې نوېو ولسواليو کې شته ټولې به هوارې شي او خلکو ته په بېلابېلو برخو کې استانتیاوې برابرې شي."

دوی له حکومته غوښتنه کوي دغه ولسوالۍ امن او تشکیلات دې خپلو سیمو ته انتقال کړي، څو خلکو ته د روغتیا، کرنې، اوبو لګونې، پوهنې او په نورو برخو کې خدمتونه وړاندې کړي.

د دې ولایت د کلباد د ولسوالۍ یوه اوسېدونکی حکمت الله دولت زی وايي: "پنځه کال کېږې چې دغه درې نوې ولسوالۍ کندز ولایت ته منظور شوي دي، خو تر اوسه پورې په سیمو کې نه دي فعالې. ولسوالان، د امنیې قوماندانان او ټول مامورین یې شته، خو باید په دننه سیمې کې فعالیت پیل کړي."

د کندز د ولایتي شورا غړي هم وايي، که غه درې نوې ولسوالۍ امن او فعاله شي، د ټول کندز په امنيتي وضعیت کې به هم مثبت بدلون راشي.

د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي
د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي

د دغه ولايت د ولايتي شورا غړی امرالدين ولي وايي: "که دا درې نوې ولسوالۍ فعاله شي او ادارې واحدونه یې په خپلو سیمو کې ځای پرځای شي، نو له کبله یې د لویو لارو امنیت او د کندز امنیت کې ښه والي راځي او دغه شان د حکومت دفعالیت ساحه هم پراختیا مومي."

خو د کندز سیمه ییز چارواکي بیا وايي، دوی د دغو درېو نوېو ولسوالیو د فعالولو لپاره یو لړ پلانونه او طرحې په پام کې لري چې په بشپېړېدو سره به یې د نوېو ولسوالیو تشکیلات په خپلو سیمو کې ځای پرځای شي.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا چې دا نوې ولسوالۍ په خپلو مربوطه سیمو کې باید ادارې کمپلېکس ولري له مرکز سره د دې د بودجې په اړه موږ خبرې کړي، خو ځینې امنیتي ستونزې شته چې له امله ددغه کار مخه ډب شوې، انشاءالله ادارې کمپلېکس به په مربوطه سیمو کې ورته جوړ شي، څو خلکو ته خدمتونه ورسیږي."

د يادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د کندز اوسیدونکو او د ولایتي شورا غړو له حکومت سره دا غوښتنه مطرح کړې وه.

XS
SM
MD
LG