له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر په پیل او ورسره په دې هېواد کې د جګړو او تاوتریخوالي په پراختیا سره، اسټرالیا په کابل کې د خپل سفارت د تړلو اعلان کړی دی.
د اسټرالیا لومړي وزیر سکات مورېسن په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتېدو له امله راتلونکې جمعه په کابل کې خپل سفارت تړي.
ښاغلي مورېسن ویلي، دا پرېکړه په را روانو میاشتو کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته د افغانستان د مبهم امنیتي حالت له امله کوي.
په بیان کې راغلي، د اسټرالیا حکومت ته مشوره ورکړل شوې چې په افغانستان کې يې د ډیپلوماتیک ماموریت لپاره لازم امنیتي تدابیر نه شي برابرېدای.
د اسټرالیا لومړي وزیر ویلي چې اسټرالیايي ډيپلوماټان به وخت ناوخته د سیمې له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته تګ راتګ کوي او د دې حالت د لنډ مهاليتوب هیله یې ښودلې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اسټرالیا د پرېکړې درناوی کوي، خو هیله لري چې یاد هېواد به خپله پرېکړه له سره وارزوي او په کابل کې به د تېر په څېر یو وار بیا خپل ډیپلوماټیک ماموریت ته دوام ورکړي.
د دې وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب ازادي راډيو ته وویل: "موږ په کابل کې د اسټرالیا د هغه پرېکړې درناوی کوو چې په مؤقت ډول په کابل کې خپل سفارت تړي، دا پرېکړه له وړاندې له بهرنیو چارو وزارت سره شریکه شوې وه، موږ د اسټرالیا له مرستو او دغه شان له افغانستان سره د مرستو د دوام د ژمنو قدرداني کوو او هیله لرو چې د اسټرالیا دا مؤقته پرېکړه بیا وارزول شي او په کابل کې د اسټرالیا د سفارت کارونه د تېر په څېر دوام پیدا کړي. "
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغان حکومت او ولس سره د دغه هېواد د هر اړخیزې همکارۍ او ملاتړ درناوی کوي.
خو د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي له حکومته غوښتنه کوي چې باید په کابل کې د بهرنیو استازولیو د امنیت د خونديتوب په برخه کې بهرنیو هېوادونو ته ډاډ ورکړي.
د دې جرګې منشي مرستیال حجت الله خردمند ازادي راډيو ته وویل چې دغه چاره د افغانستان او نورو هېوادونو په ډیپلوماتیکو اړیکو منفي اغېز لري.
دی وېره څرګندوي او وايي، که حالت دغه شان روان وي ښايي له اسټرالیا وروسته یو شمېر نور هېوادونه هم ورته ګام پورته کړي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې افغان دولت د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو پر بنسټ د بهرنیو سیاسي استازولیو خوندي کولو ته ژمن دی.
د نړیوالو اړیکو یو شمېر پوهان بیا وايي، په کابل کې د اسټرالیا سفارت تړل کېدل به په تخنیکي لحاظ اثر ولري، خو په خبره یې د افغانستان په سیاسي او امنیتي وضعیت اثر نه لري.
د کابل پوهنتون د حقونو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی یې په اړه وايي: "د افغانستان په ډيپلوماسۍ باندې د اسټرالیا دا پرېکړه یو ډول غیرمستقیم تاثیر لري، خو په ټوله کې د افغانستان په ثبات او سیاسي وضعیت باندې کوم خاص اثر نه پرېباسي."
اسټرالیا وروسته له هغې دا پرېکړه کوي چې له افغانستانه د روان کال د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان په کابل کې د امنیت په اړه اندېښنې ولاړې کړي، خو افغان حکومت په وار-وار ډاډ ورکړی چې د امنیت د ټینګښت کولو توان لري.
له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوی دی.