د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

لوګر کې د سنځل ګل مشاعره؛ شاعران: د جګړې ښکېلې خواوې دې سولې ته غاړه کېږدي


لوګر کې د سنځل ګل مشاعره
لوګر کې د سنځل ګل مشاعره

په لوګر کې د ګڼو شاعرانو، فرهنګیانو او د ادب او فرهنګ د مینه والو په ګډون د سنځل ګل پنځلسمه دودیزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه.

په دې مشاعره کې چې له یاد ولایت سربېره د څنګ لورو ولایتونو یو شمېر شاعرانو هم په کې برخه اخېستې وه، ډېریو شاعرانو په کې د افغانانو په منځ کې د سولې او یووالي د اړتیا او د جګړې د ناخوالو په باب برابر کړي شعرونه ولوستل.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالرحمان تسل ازادي راډيو ته د سنځل ګل مشاعرې په باب وویل: "موږ په لوګر کې له ۱۵ کلونو راهیسې دا دودیزه او کلتوري میله لرو چې شااوخوا ۵۰۰ شاعرانو او د شعر او ادب مینه والو په کې ګډون کړی وو، واقعاً دا یو ښه دود ځکه هغه څه چې یو شاعر يې د شعر په ژبه ویلی شي، هغه له سلو ویناګانو ډېره بهتري لري او مقابل لوري ژر متاثره کولای شي، ډېری شعرونه په دې باندې راټول وو چې ټول اړخونه یوې دایمي سولې او اوربند ته غاړه کېږدي، شاعرانو په زغرده له ټولو نه غوښتنه وکړه سوله چې الهي امر دی، دې ته غاړه کېږدي."

سنځل ګل مشاعره کې د لوګر سربېره د څنګ لورو ولایتونو یو شمېر شاعرانو هم په کې برخه اخېستې وه
سنځل ګل مشاعره کې د لوګر سربېره د څنګ لورو ولایتونو یو شمېر شاعرانو هم په کې برخه اخېستې وه

مدني فعاله فېروزه زیور هم وايي، دلته شاعرانو په خپلو شعرونو او غزلونو کې د سولې پیغامونه لرل.

د دې په خبره، که څوک يې ارزښت ته پام وکړي، نو ادب او هنر د سوله ییز ذهنیت په عامولو کې پوره اغېز لري او یوازې همدا د شعر ژبه ده چې د ولس سوله غوښتنه په کې بیا-بیا تکراریدلی شي.

شاعر حلیب ګل ملال په سنځل ګل مشاعره کې د لوستل شویو شعرونو په اړه وویل، شاعرانو د سنځل ګل همدارنګه د شته ناخوالو او نورو ټولنیزو ستونزو په اړه د شعر په ژبه خپل تاثرات وړاندې کړل.

دی وايي، د مشاعرې هره برخه ورته خوندوره او په زړه پورې وه، خو په لوګر کې روانې ناخوالې او جګړې د دې لامل شوي چې تر نورو کالونو په کې د فرهنګیانو او د ادب د مینه والو ونډه کمه وي.

یو بل شاعر کامران احمدزی وايي، جګړو او ناخوالو د فرهنګیانو د شعر نظم ډېر زیانمن کړی دی.

نوموړي وویل: "کومه مشاعره چې لوګر کې وشوه، اکثریت شعرونه يې په غم، درد، چاودنو، مرګ او جنازو باندې ورټول وو، نو زما په فکر همدې نا امنیو او جګړو د شاعرانو د شعر نظم ته ډېره زیاته صدمه رسولې ده، شاعران هم په ډېره اندازه نه وو راغلی، که راغلي وو د هغوی شعرونه مو چې واورېدل ټول له درد او ویره ډکه شعرونه وو."

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي په خپلو خبرو کې له شاعرانو قدرداني وکړه چې په دې جګړه ییزو شرایطو کې يې د دې ولایت ښکلاګانې یادې کړې او د ګډونوالو په شونډو يې موسکا خوره کړه.

د مشاعرې په پای کې په یو شمېر شاعرانو برابرې شوې ډالۍ وویشل شوې
د مشاعرې په پای کې په یو شمېر شاعرانو برابرې شوې ډالۍ وویشل شوې

ښاغلي رحیمي زیاته کړه: "زه د خپلو شاعرانو نه ډېره مننه کوم چې بیا هم دوی د لوګر ښکلا ډاګیزه کړه، د لوګریانو په شونډو يې موسکا راوسته، دا د لوګریانو یوه دودیزه مېله ده چې له ډېرو کالونو څخه دا مېله کېږي، کوم شعرونه چې شاعرانو وویل، هغه به د یو کتاب په بڼه چاپوو، د نورو ولایتونو څخه هم خلک راغلي وو او په ډېره ښه توګه دا مشاعره ترسره شوه."

د نورو شاعرانو په خوا کې نورګل ترابي هم خپل شعرونه له حاضرینو سره شریک کړل:

  • سولې راشه، زړه مې ډک دی او ته نه يې
  • بیا مات کړی مې ټوپک دی او ته نه يې
  • بوره مور لګیا ده، خیرات غواړي ښاریه کې
  • یو یتیم ناست په سړک دی او ته نه يې
  • کمال خان يې چې مظبوط دی رغولی
  • هغه پاچا همدومره کلک دی او ته نه يې
  • چور چپاو د دغو خلکو اوس عادت دی
  • که غریب دی، که ملک دی او ته نه يې
  • وطن دی، له خوږو کاڼو يې قربان شم
  • کندهار دی که اټک دی او ته نه يې.

د مشاعرې په پای کې په یو شمېر شاعرانو برابرې شوې ډالۍ وویشل شوې او د لوګري ساز او سندرو په زړه پورې کنسرټ هم د ګډونوالو د لاسونو د پړکا په بدرګه ترسره شو.

XS
SM
MD
LG