ټاکل شوې د افغانستان او اندونیزیا د فوټبال ملي لوبډلې نن سې شنبه (د غبرګولي ۴مه) خپلو کې یوه دوستانه سیالۍ وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل، دا سیالۍ د رسنیو له سترګو پټه ترسره کېږي.
دا چې ولې، ښاغلی مشعوف یې په اړه وایي: "که مونږ دغه سیالۍ له رسنیو خپرې کړو، د افغانستان او اندونیزیا د لوبډلو سیال ټیمونه د لوبغاړو مسلکي وړتیاوې ګوري، دا د روزونکو لپاره په دې وخت کې یوه حساسه موضوع ده."
نننۍ سیالۍ د قطر د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام ته د لار موندنې د سیالیو او د اسیا جام په درشل کې ترسره کېږي.
افغانستان په E ګروپ کې د قطر، عمان، هند او بنګله دیش له لوبډلو سره لوبې لري.