نن یکشنبه (د غبرګولي ۲مه) د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ پيلېږي، خو له لوبو وړاندې د سرېلانکا دوه لوبغاړي او یو روزونکی په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
کرېک انفو په خپله پاڼه کې دا خبر خپور کړی، خو په دې ویروس د اخته لوبغاړو او روزونکي نومونه یې نه دي لیکلي.
د يو شمېر رسنيو د راپورونو پر بنسټ ښايي لومړنۍ لوبه چې نن ترسره کېږي وځنډېږي او د سريلانکا د کرکټ بورډ چارواکو ويلي، دوی د خپلو لوبغاړو د روغتيا په اړه اندېښمن دي او اوس پر دې کار کوي چې خپل لوبغاړي بيرته هېواد ته ستانه کړي.