د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

هند کې د 'میوکورمایکاسیس' خپرېدل؛ ۷ ایالاتونو کې وبا اعلان شوې


هند کې تراوسه زرګونو کسان د 'میوکورمایکاسیس' په ناروغي اخته شوي او سلګونو نور مړه شوي دي.
هند کې تراوسه زرګونو کسان د 'میوکورمایکاسیس' په ناروغي اخته شوي او سلګونو نور مړه شوي دي.

په هند کې د کرونا ویروس ترڅنګ یوې بلې وبا هم د خلکو اندېښنې زیاتې کړي. دا ناروغي د فنګس د یوه ډول له کبله رامنځته کېږي او د بدن پر پوست تور داغونه جوړوي.

د نوي ډیلي د ټلوېزیون د معلوماتو له مخې په دې هېواد کې په اوو ایالاتونو کې وروسته له هغه د وبا وضعیت اعلان شو چې په دغه ناروغي ۲۱۹ کسان مړه شول او اته زره او اته سوه پرې اخته شول.

د هند د روغتیا ادارې له رییسانو یو ډاکټر انیل ګویال وايي، دا ناروغي په هغو کسانو کې ډېره لیدل شوې چې د شکرې ناروغي لري. هغه کسان چې په کووېډ-۱۹ اخته شوي، د بدن دفاعي قوه یې ضعیفه شوې او که دیابیت یا شکرې ناروغي ولري د میوکور مایکاسیس په ناروغي په اسانۍ اخته کېدای شي.

دی وایي: "دا ناروغي اخیستل کېدونکې نه ده. هغه کسان چې په کووېډ-۱۹ اخته شوي وي او د شکرې ناروغي لري، د سږو ستونزې لري، دوی له طبیعي چاپېریاله په میوکومایکاسیس اخته کېدای شي، خو دوی دا ناروغي بل ناروغ ته نه شي انتقالولای."

هند کې شااو خوا ۷۷ میلیونه کسان د شکرې په ناروغۍ اخته دي
هند کې شااو خوا ۷۷ میلیونه کسان د شکرې په ناروغۍ اخته دي

دا لومړی ځل نه دی چې دغه ناروغي په هند کې لیدل شوې. د ټایم اف انډيا د معلوماتو له مخې په هند کې د میوکورمایکاسیس پېښې د نړۍ پرتله اتیا چنده زیاتې دي.

په دغه هېواد کې شااو خوا ۷۷ میلیونه کسان د شکرې په ناروغۍ اخته دي او دا شمېرې څرګندوي چې ولې خلک په کووېډ- ۱۹ تر اخته کېدو وروسته په میوکورمایکاسیس اخته کېږي.

وروسته له هغه چې هندوستان د درملو له کمښت سره مخامخ شو، حکومت پنځو درمل جوړوونکو شرکتونو ته جواز ورکړ چې د تور فنګس د درملنې لپاره دې درمل جوړ کړي. پنځه نور شرکتونه له مخکې لا پر دا ډول درملو کار کوي.

د راجستان، اتر پردېش او اډيسه په ګډون اوو ایالاتونو تور فنګس د پانډیمي په توګه اعلان کړی دی.

مرکزي حکومت له ایالاتونو غوښتي چې د پانډیمی د مخنیوي ملي پالیسۍ د ملاتړ لپاره دې پر وخت او نوي معلومات شریکوي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG