د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۷

په هرات کې د سولې جام والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په هرات ولایت کې د سولې جام والیبال سیالۍ نن یکشنبه (د غبرګولي ۲مه) پای ته ورسېدې.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مطبوعاتي غړي مجیب قاریزاده نن یکشنبه (د غبرګولي په ۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ له تېرو دوو میاشتو راهیسې د خصوصي لېسو د زده کوونکو ترمنځ د سولې او یووالي په هدف پیل شوې وې چې نن پای ته ورسېدې.

په یادو سیالیو کې۲۰ لوبډلو ګډون کړی و چې په پای کې د هرات اریا ثامن لومړی او د هرات ۹۲ او ۹۶ په نوم منتخبو لوبډلو دویم او درېیم ځای خپل کړ.

XS
SM
MD
LG