د کابل نجونو د کانګفو لومړی پړاو ټاکنیزې سیالۍ نن یکشنبه (د غبرګولي ۲مه) پیل شوې.
د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست مطبوعاتي مسوول عارف پیمان ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ د بلخ، غزني او کابل د ۴۰ ورزشګارو نجونو ترمنځ په کابل کې ترسره کېږي.
د نوموړي په خبره لوبغاړي د کابل د منتخبې لوبډلې د غړيتوب ترلاسه کولو لپاره په ۸ کټه ګوریو کې د دوو ورځو لپاره سیالي کوي.
د معلوماتو پر بنسټ له دغو لوبغاړو به د کابل منتخې لوبډلې ته ۱۶ کسان انتخاب شي.