د مونټ یورسټ لږ تر لږه سل غره ختونکي او مرسته کوونکي پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
دا خبره د غره ختونکو د ډلې یوه لارښود کړې، خو نیپالي چارواکو هغه نه ده تایید کړې.
اتریشي لوکاس فورتین باخ پرون شنبه(د غبرګولي ۱مه) اسوشیټېډ پرېس ته وویل چې د وروستیو ټیسټونو له مخې د ده یو بهرنی لارښود او ۶ نیپالي شرپا لارښودونکي د نړۍ په تر ټولو لوړه څوکه کې پر کرونا اخته شوي.
فورتین باخ زیاته کړه، په کمپ کې یې د ده په ګډون لږ تر لږه سل ژغورونکي، ډاکټران، لارښودونکي او نوره عمله پر کرونا اخته شوي او ښایي دا شمېر د ۱۵۰ او ۲۰۰ ترمنځ وي.
نیپالي چارواکو دا خبره چې ګواکې د همالیا د غرونو په کمپونو کې دې غره ختونکي او نور ملاتړي یې پر کرونا اخته شوي رد کړې ده.