د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

المپیک کمېټه: لوبو لپاره به د هغه ځای ۸۰ سلنه خلک واکسین شي


ارشیف
ارشیف

د المپیک د نړیوالې کمېټې مرستیال جان کوټس وایي، په توکیو کې به د هغه ځای تر اتیا په سلو کې ډېر خلک واکسین شي چې هلته د المپیک لوبې ترسره کېږي.

رویټرز اژانس د ښاغلي کوتس په وینا خبر ورکوي چې دا کسان به د المپیک د لوبو تر پیل مخکې واکسین شي.

تمه وه چې د المپیک لوبې تېر کال د جاپان په پلازمېنه توکیو کې ترسره شي، خو د کرونا وبا له امله د سږکال د جولای تر شپږ ویشتمې وځنډېدې.

تر اوسه دا اندېښنې شته چې د توکیو د المپیک لوبې به د کرونا وبا د لا خپریدو سبب شي.

XS
SM
MD
LG