د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

روغتیا وزارت: د کرونا ویروس نوې بڼې ۱۸ ولایتونو کې ثبت شوي


ارشیف، په کرونا یو اخته ناروغه مېرمن
ارشیف، په کرونا یو اخته ناروغه مېرمن

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا ویروس د بدلون موندلې بڼې پېښې ممکن ټولو ولایتونو ته رسیدلي وي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزی وایي، د ویروس دا ډول پېښې لومړی یوازې ختیځو ولایتونو کې وې چې وروسته یې لمن پراخه شوه: "د ویروس د نوې بڼې مثبتې پېښې تر اوسه په ۱۸ ولایتونو کې ثبت شوي دي، ډېرې پېښې په مشرقي ولایتونو خصوصاً ننګرهار کې دي، امکان د دې شته چې په ۳۴ ولایتونو کې د نوي ډول ویروس مثبتې پېښې وي."

عليزی وایي، له اختر وروسته د کرونا د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر هم د روژې د میاشتې پرتله نسبتاً زیاتې شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا د ټولو رسمي پېښو شمېر له پنځه شپیتو زرو اوښتی او څه باندې ۲۷۰۰ تنه ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG