د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

المپیک کمېټه: که توکیو بیړني حالت سره هم مخ شي، لوبې به ترسره شي


خلک ویره لري چې توکیو کې به المپیک لوبې د کرونا ویروس چټکتیا ته زمینه برابره کړي.
خلک ویره لري چې توکیو کې به المپیک لوبې د کرونا ویروس چټکتیا ته زمینه برابره کړي.

د توکیو د المپیکي لوبو تنظیمونکو ویلي، که دا ښار د کرونا وبا د محدودیتونو له کبله له بیړني حالت سره هم مخامخ شي، دا لوبې به ترسره شي.

خو د خلکو ترمنځ دا وېره زیاته ده چې دا لوبې به د کرونا ویروس چټکتیا ته زمینه برابره کړي.

د المپیک د نړیوالې کمېټې مرستیال جان کواتېز 'John Coates' چې د چمتوالي روان بهیر څاري پرون جمعه(د غويي ۳۱مه) وویل، دوی په تر ټولو احتمالي بد حالت کې هم د لوبغاړو او جاپانیانو د ساتنې لارې چارې سنجولي.

د توکیو د المپیک لوبو ته اوس یوازې نهه اوونۍ پاتې دي.

دا لوبې تېر کال د کرونا وبا له کبله وځنډېدې.

XS
SM
MD
LG