افغانستان د بېلابېلو فرهنګي رنګارنګیو لرونکی هېواد دی. له ژبو تر قومونو او له دودونو تر لباس، هره سیمه او هر سمت، خپله ښکلا لري، خو پر دې فرهنګي تنوع جګړې خورا بد اغېز کړی دی.
فرهنګ پېژندونکي وايي، جګړې نهیوازې دا چې افغانان له خپل فرهنګي ارزښت پېژندنې لیرې ساتلي، بلکې دا یې هم ځینې هېره کړې چې همدا فرهنګي رنګارنګي یې ثبات او سولې ته د رسېدو یوه ښه لار ده.
خو څه ډول کولای شو چې د فرهنګي رنګارنګۍ یا تنوع په سړو اوبو د جګړې بلې لمبې مړې کړو؟
"اوربند او د جګړې پای" دا غږ او دا کلمات د ادب یوه برخه ده، شاید د ډېرو لپاره یو ښه غږ وي چې زړونو ته لار کوي، خو دې خوږو کلماتو هغه مفهوم رانغاړلی چې د ټولو افغانانو د زړه خبره او بنسټیزه غوښتنه ده. هغه څه دي چې نېغ په نېغه د فرهنګ د جوړې شوې ټولګې سره اړیکه لري، خو په هره ټولنه کې یې خوند او رنګ جلا دی.
همدې رنګارنګۍ ته فرهنګي تنوع وايي. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د فرهنګي رنګارنګۍ یا تنوع له اړخه بډایه دی. په دې هېواد کې د بېلابېلو ژبو ویونکي، د بېلابېلو قومونو اړوند او بېلابېلو مذهبونو اوسېدونکي ژوند کوي، خو جګړې دا تنوع له ګواښ سره مخ کړې.
له مذهب نیولې تر دودونو او ان راشه درشې، ټولې برخې روان تاوتریخوالي زیانمنې کړي. فرهنګ پېژندونکي د جګړې او بهرني یرغل دا اغېز د نور بل هر وخت په پرتله په تېرو ۴۰ کلونو کې جوت بولي.
انور وفا سمندر چې د افغانستان د فرهنګې ودې لپاره هلې ځلې کوي وايي، جګړو او تاوتریخوالي له خلکو د دوی دا معنوي شتمني له یاده ووېسته او د یوه او بل فرهنګي ارزښتونو تهیې د حقارت ګوته ونیوله.
ښاغلی سمندر وايي: "دا وګړي هغه وخت کېدلای شي چې په سوله او امن کې واوسي چې بل وګړي ته په سوله او حق قایل شي. په ټولهییزه توګه ټولنه هغه مهال په سوله او امن کې پاتې کېدلای شي چې د یوه او بل تنوع ته په درنښت قایل شي."
لیکوال او د پوهنتون استاد ګل رحمان رحماني په تېر کې د افغان ټولنې فرهنګي غنا او سکښت ته اشاره کوي او زیاتوي، د افغانانو ترمنځ د تېر وخت نرمښت سیاسي ناخوالو او له خپل اصلي فرهنګ څخه ناخبرۍ ترې واخیست او پر ځای یې د انتقام او شدت پسندۍ روحیه پیاوړې شوه.
ښاغلي رحماني زیاته کړه: "یو مهذب فرهنګ مو درلود، د سولې او صمیمیت خلک وو، نرم خلک وو، زموږ دین هم زموږ د فرهنګ په پیاوړتیا کې مثبته ونډه درلوده، خو بهرنیو یرغلونو او سیاسي ناخوالو له خپل اصلي فرهنګ څخه یو څه لیرې کړو. همدغه لیرېوالي زموږ په وجود او ټولنه کې د تشدد، انتقام او جګړو روح هم پیاوړی کړ."
تاریخ لیکونکي او روان پوهان هم په همدې اند دي چې د جګړې او یرغل پر مهال نهیوازې دا چې د یوې ټولنې یا هېواد مادي ګټې او جغرافیه تر ګواښ لاندې راځي، بلکې معنوي ارزښتونه یا تر ټولو مهم فرهنګي ارزښتونهیې لهمنځه وړل کېږي.
خو اوس چې افغانستان د بل هر وخت په پرتله سولې او ثبات ته ډېره اړتیا لري، څه ډول کولای شي چې له همدې فرهنګي رنګارنګۍ یا تنوع په ګټې د روان تاوتریخوالي مخ ډب کړي؟
فرهنګ پېژندونکي نیوکه کوي چې افغانانو سولې ته د رسېدو لار یوازې په سیاست پورې محدوده کړې چې منطقي نهده.
د دوی په اند، تر هغه چې په یوه ټولنه کې عاطفه او مینه د کرکې او غصې ځای ونهنیسي، تاوتریخوالی پای نهمومي او دا کار یوازې د فرهنګي رنګارنګۍ او فرهنګي ودې له ادرسه ممکن دی.
انور وفا سمندر وايي، تېرو ۴۰ کلونو کې افغانانو دې ټکي ته پام نهدی کړی، خو اړتیا ده چې اوس دې خپلې فرهنګي رنګارنګۍ ته د سترې شتمنۍ په سترګه وګوري او د خپلو ستونزو د حل لپاره ترې ګټه واخلي.
ده زیاته کړه: "موږ ته په کار ده چې د خپل فرهنګ د هرې تنوع په لیدلو د ښادۍ او لا شتمنۍ احساس وکړو. د خپل فرهنګ ځان ته جلا رنګ، طلا، الماس او سپین زر وبولو. هغه مهال کولای شو چې دا تنوع د یوې پراخې سوکالۍ په سرچینه بدله کړو."
استاد ګل رحمان رحماني بیا په دې برخه کې د سولهییزو ادبیاتو پراخېدو وړاندیز کوي: "په اوس وخت کې د ادب او فرهنګ مثبت رول او د داسې پیغامونو خپرول چې په پخلاینه، د کلکو زړونو په نرمولو، پخوانیو مثبتو ځانګړنو ته په ورستنېدو، د تاوتریخوالي په بد او زړه بوږنوونکي تصویر او د جګړه غوښتنونکو د ناوړه حالت په انځور کښلو کې یا هم د دې ناوړه پدیدو د قربانیانو په تصویرولو سره موږ کولای شو چې دا انګېزه تولید کړو چې دا د ژوند لار نهده. لږ باید د اوسني عصر له غوښتنو او د عدم تشدد له مبارزو سره ملګري شوو."
خو د دې کار یو لوی مسؤلیت د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر غاړه دی. که څه هم یو شمېر نیوکه کوي چې دې وزارت هغه ډول چې اړینه ده، خپل مسؤلیت سم نهدی پر مخ وړی، خو ویاند یې صابر مومند وايي، په دې برخه کې ځیني کارونه شوي.
ښاغلی مومند وايي: "موږ په اوسنیو شرایطو کې د عدم تشدد د فلسفې د بنسټ ایښودونکي خان عبدالغفار خان سمینار لرو، څو سیمې او همدارنګه د افغانستان وګړو ته دا روښانه کړو چې دا وګړي له ننه کلونه پخوا د تمدن او د تمدن د خپرېدو وسیله وو."
خو فرهنګ پېژندونکي په دې برخه کې د نورو مهمو کارونو لکه لیکوالۍ، انځورګرۍ، د مذهبونو او قومونو له دودونو سره د اشنايۍ لپاره د پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
دوی وايي، د فرهنګي رنګارنګۍ سره کېږي چې د مینې او عاطفې ولولې ژوندۍ او د جګړې او تاوتریخوالي ځای، مینه او سوکالي ونیسي.