پر تورخم د تګ راتګ بندیزونه تر ناڅرګندې نېټې وغځول شول.
پاکستاني چارواکو پر تورخم باندې محدودیتونه د مې له پنځمې تر ۲۰مې پلان کړي و.
د تورخم انتظامي چارواکي وایي، د کرونا ویروس وبا څار ملي ادارې ورته د مې پر ۲۰مه لارښوونه کړې چې هلته لګېدلي محدودیتونه پر ځای وساتي.
پاکستاني چارواکو ویلي په افغانستان کې ایسار پاکستاني وګړي چې په تورخم ورننوځي، نو د 'کووېډ-۱۹' ټسټ بهیې کېږي، که مثبت وي نو بیا به د لواړګي په روغتون کې اته ورځې قرنطینېږي.
د راپورونو له مخې پر تورخم به هره ورځ په پاسپورټ او ویزه لږترلږ ۱۰،۰۰۰ کسانو تګ راتګ کاوه، خو اوس چې دغه محدودیتونه لګېدلي، نو د خلکو په تګ راتګ کې ورسره ډېر کمی راغلی دی.