د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د افغانستان تکواندو لوبډله د المپیک لوبو ته د غوراوي له پړاوه بې‌برخې شوه


د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د نړیوال المپیک لوبو ته د غوراوي سیالۍ نن په اردن کې پیلېږي.
د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د نړیوال المپیک لوبو ته د غوراوي سیالۍ نن په اردن کې پیلېږي.

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله، په توکیو کې د نړیوال المپیک لوبو ته د غوراوي له پړاو څخه بې‌برخې شوه.

د هېواد د تکواندو فدراسیون ویاند ذبیح‌الله شهزاد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ملي لوبډلې د نیمايي غړو د کرونا د ټسټ نتیجه مثبته راووتله، نو ځکه پاتې لوبغاړي که یې نتیجه منفي هم وه، په دې لوبو کې د ګډون چانس له لاسه ورکړ، خو ښاغلي شهزاد یادونه وکړه چې دوی لاهم ملي لوبډلې ته په دې لوبو کې د ګډون د چانس د برابرولو هڅه کوي.

ښاغلی شهزاد زیاتوي: "دا یو ډېر لوی چانس و چې زموږ لوبغاړي د المپیک سیالیو ته لاره ومومي. بیا هم د تکواندو فدراسیون مسؤلان به پوره هڅې وکړي څو د لوبغاړو لپاره یوه لاره پیدا کړي چې په دې سیالیو کې برخه واخلي، خو امکان‌یې ډېر کم دی."

د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د نړیوال المپیک لوبو ته د غوراوي سیالۍ نن په اردن کې پیلېږي.

په پام کې وه چې د افغانستان په استازیتوب، محسن رضايي، فرزاد منصوري، زهرا مرزايي او سمیه غلامي په دې سیالیو کې ګډون وکړي.

لومړی د سمیې غلامي د کرونا ټسټ تېره اوونۍ مثبت ووت او وروسته بیا زهرا مرزايي او محسن رضايي هم په ورته دلیل د لوبو له دوامه بې‌برخې شول.

تکواندو یوازنۍ سپورتي برخه ده چې افغان لوبغاړو د المپیک مډالونه په‌کې ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG