د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

کندز کې د تشنابونو نشتوالي د نارینه‎‌وو پرتله ښځې له جدي ستونزو سره مخ کړي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په کندز ښار کې د ښځو لپاره د تشنابونو نشتوالی، ښځې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي، د دې ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې تېرو دوو لسیزو کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د بیارغونۍ په برخه کې په میلیونونه ډالره مرسته وکړه، خو لا تر اوسه په کندز ښار کې د ښځو لپاره تشنابونه نه دي جوړ شوي.

دوی وايي، دې مسئلې د دې ولایت اوسیدونکي په تېره بیا هغه ښځې چې له لېرو پرتو سیمو ښار ته راځي له جدي ستونزو سره مخامخ کړي.

د دې ولایت یوې اوسېدونکې زهرا کاکړ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ ښار کې اوسیږو، که کومه ستونزه پيدا شي خپل ځان کورونو ته رسوو، خو هغه شمېر ښځې چې له کلیو ښار ته ډاکټر خوا ته راځي او یا د خپل د کور سودا په خاطر راځي، دوی د رفع حاجت په خاطر له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي. موږ له دولته غواړو چې زنانه تشنابونه جوړ کړي، څو د ښځو شته ستونزې هوارې شي."

د کندز ښار یوه بله اوسېدونکې وږمه رحیمي هم ورته خبره کوي: "کندز کې نفوس هم ډېر دی، دلته قطعاً زنانه تشنابونه نشته. موږ ښار کې ژوند کوو، خو هغه ښځې چې له کلیو ښار ته راځي او ستونزه ورته پېدا کېږي، د تشناب له نشتوالي سره مخ کېږي. باید دولت زنانه تشنابونه جوړ کړي چې هلته ښځې خپل مشکل حل کړي."

د کندز ښار
د کندز ښار

که څه هم په کندز ښار کې د تشنابونو نشتوالی د نارینه‎وو پر وړاندې هم یوه لویه ستونزه ده، خو د خلکو په باور په افغاني ټولنه کې شته ستونزو ته په کتو ښځې په دې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي چې دوی ورته ژر رسېدنه غواړي.

د نوموړي ولایت یوه اوسېدونکې اسماعیل خروټي په دې اړه وویل: "ښار کې داسې یوځای نشته چې هلته ښځې مراجعه وکړي او خپل رفع حاجت حل کړي. ښاروالۍ هم تر اوسه پورې داسې اقدام نه دی کړی چې د ښار څلورو بندرونو کې د ښځینه‎وو او نارینه‎وو لپاره تشنابونه جوړ کړي، څو وکولی شي هلته خپل ضرورت رفع کړي. داسې کسان مې هم لېدلي چې هغوی د خلکو د کور دروازه ډبولي، څو ښځینه یې د خلکو په کور خپل ضرورت رفع کړي."

د کندز د ولایتي شورا منشي فوزیه یفتلي هم د خلکو انتقادونه پرځای بولي او په سیمه ییزې ادارې او ښاروالۍ غږ کوي چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

یفتلي زیاته کړه: "یقیناً زه د یوې ښځې په حیث وینم چې ښځې له څومره مشکل سره مخ دي. په ځانګړي توګه هغه شمېر ښځې چې له کلیو ښار ته راځي هغوی په دې برخه کې ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي. زه هېله لرم چې ښاروالۍ په دې برخه کې کار وکړي،څو دغه ستونزه هواره شي."

د کندز د ولایتي شورا منشي فوزیه یفتلي
د کندز د ولایتي شورا منشي فوزیه یفتلي

خو د کندز د ښاروالۍ چارواکي بیا وايي چې ښار کې د دولتي جایداد نشتوالي له کبله دوی تر اوسه نه دي توانېدلي چې د ښځو لپاره ځانګړي تشنابونه جوړ کړي.

د کندز ښاروالۍ مالي او اداري امر انجنیر حمیدالله ناصري په دې اړه وویل: "داسې یو مناسب ځای نه لرو چې موږ هلته تشنابونه جوړ کړو. موږ هر کال دا په پلان کې نیسو، خو خلک شخصي ځای موږ ته نه راکوي او دولتي ځای موږ نه لرو او داسې یو مشکل سره مخ یو. که د کندز ښار ماسټر پلان تطبیق شي د خلکو دا ستونزه په اساسي توګه حلېږي."

د کندز یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولایت مرکز ۷۰ کاله وړاندې د ۵۰ زره کسانو د ژوند لپاره جوړ شوی و، خو اوس مهال دې ښار کې څه باندې څلور لکه کسان ژوند کوي او په ښار کې د ټولنیزو خدمتونو نشتوالی د دې ولایت خلک له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG