د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

سرطان سره د مبارزې بنسټ: هرکال افغانستان کې ۱۵ زره کسان له سرطانه مري


ارشیف، په سرطان یو اخته ناروغ
ارشیف، په سرطان یو اخته ناروغ

په افغانستان کې د سرطان ناروغیو له امله د مړینې کچه لوړه شوې. له سرطان سره د مبارزې بنسټ یې په اړه وایي، نړیوالې شمېرې ښیي چې هرکال په افغانستان کې ۱۵ زره کسان له سرطاني ناروغیو مري.

د کابل اوسیدونکی ‎وسیم میاخېل وایي، پلار یې له تېر یو کال راهیسې د سرطان په ناروغۍ اخته شوی، خو په هېواد دننه د روغتیایي خدماتو او اسانتیاوو د نشتون له امله یې د پلار درملنه له هېواده بهر کړې.

نوموړی وايي: "پلار مې په سرطان ناروغۍ اخته شو، دلته کابل کې جمهوریت روغتون ته لاړو، له نورو موضوعاتو وړاندې یې زما پلار ته بستر لیک ورکړ، موږ اړ شو پاکستان لاړ شو، د شوکت خانم په روغتون کې مې د پلار درملنه وکړه، خو ستونزې مو زیاتې وې، د مسافرت ژوند سخت دی، په تېره چې بیا ناروغ او ښځینه چې درسره وي، که دا شان روغتون مو په هېواد کې وای دومره کړاوونو سره به نه مخ کېدو."

ارشیف، اوریاخېل وویل چې هر کال په سرطان د اخته ناروغانو ۷۲ سلنه د امکاناتو د نشتون له امله په مرګ محکومېږي.
ارشیف، اوریاخېل وویل چې هر کال په سرطان د اخته ناروغانو ۷۲ سلنه د امکاناتو د نشتون له امله په مرګ محکومېږي.

‎د کابل ښار بل اوسېدونکی عبدالله احمدزی هم وایي چې په دې برخه کې په هېواد کې دننه لازم امکانات نشته: "ښایي د سرطان ناروغیو مرکزونه موجودي وي، ناروغان به هم په کې بستري وي، خو لازم ماشین الات او اسانتیاوې او متخصص ‌‌‌‌‌‌ډاکتران نشته چې د دغو ناروغانو تشخیص او درملنه وکړای شي."

‎ښاغلی احمدزی وایي افغان دولت په ځانګړي توګه د عامې روغتیا وزارت که افغان ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو ته په بهر کې د ورکشاپونو او زده کړو زمینه همدارنګه د هېواد دننه روغتونونو کې وسایل برابر کړي، شوني ده چې په افغانستان دننه هم د دغو ناروغیو درملنه په ښه توګه وشي.

‎دا افغانان داسې مهال په هېواد دننه د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره د روغتیایي اسانتیاوو له کمښت او نشتون شکایت کوي چې له سرطان سره د مبارزې بنسټ چارواکي له دغو ناروغیو د مړینې د کچې شمېرې ټکان ورکوونکي بولي.

‎د دغه بنسټ مشرې نسرین اوریاخېل په کابل کې د دغه بنسټ لپاره د بور‌‌‌‌‌‌ډ د غړو د ټاکنو لپاره په یو ناسته کې وویل چې هر کال ګڼ شمېر افغانان له سرطاني ناروغیو مري.

له سرطان سره د مبارزې د بنسټ مشره نسرین اوریاخېل
له سرطان سره د مبارزې د بنسټ مشره نسرین اوریاخېل

‎نوموړې زیاته کړه: "د سرطان د مړینې کچه فوق العاده لوړه ده، هغه شمېرې چې 'د روغتیا نړیوال سازمان' یا 'WHO' خپرې کړي، هر کال ۲۰ زره کسان په افغانستان کې په سرطاني ناروغیو اخته کېږي چې له دې شمېره ۱۵ زره یې مړه کېږي، یعنې ۷۲ سلنه خلک د دې لپاره چې عامه پوهاوی نه لرو، د درملنې بشپړې اسانتیاوې نه لرو او خلک هم بې وزله دي له بده مرغه پر مرګ محکوم دي."

‎مېرمن اوریاخېل وایي،که څه هم د سرطان ‌‌‌‌‌‌ډېری ناروغان هغوی چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی له هېواده بهر د درملنې لپاره ځي، خو په خبره یې دا د منلو وړ نه دی.

‎مېرمن اوریاخېل وویل چې په افغانستان کې د سرطاني ناروغانو لپاره د راجسټرېشن ملي سیسټم نشته.

‎نوموړې د نړیوالو شمېرو له مخې وویل چې په نړۍ کې هر پنځم کس په سرطان اخته کېږي.

‎بل خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره له دې چې مني، په هېواد کې د سرطاني ناروغانو لپاره په کافي اندازه کار نه دی شوی، خو وایي چې د سعودي عربستان په همکارۍ غواړي په هېواد کې دننه د دغو ناروغیو د تشخیص او درملنې یو ستر روغتون جوړ کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح

د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح وايي: "د یوه ستر روغتون د جوړولو تابیا مو کړې، له سعودي عربستان سره پرې خبرې شوي، له ۳۵ نه تر ۵۰ میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو مالي سرچینو برابرولو ژمنه موجوده ده، د کرونا او وزارت دننه ځینو دلایلو له امله تر اوسه د دغو سرچینو نه مؤثره استفاده نه ده شوې، خو د بهرنیو چارو وزارت سره په همکارۍ ټولې هڅې مو روانې کړي چې موږ دا سرچینې بسیج کړو او ویې کاروو، خو موږ او تاسو پوهېږو چې د دې روغتون د تعمیر جوړول یوازې ۲کلونه وخت نیسي."

‎ښاغلي مجروح له خپلو ټولو همکارانو وغوښتل چې د دغه روغتون د ژر جوړېدو لپاره دې د امکاناتو برابرولو ورسره همکاري وکړي.

‎هرکال سلګونه افغانان د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره پاکستان، هند او په دې وروستیو کې ترکیې ته ځي چې په دې برخه کې لوړ اقتصادي لګښتونو د پرې کولو ترڅنګ د ویزو، لارو، استوګن ځایونو او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG