د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

سیګار: طالبان روغتیایي کارکوونکي تښتوي او په زوره د خپلو وسله وال درملنه پرې کوي


ارشیف، ارزګان کې یو شمېر طالب وسله وال
ارشیف، ارزګان کې یو شمېر طالب وسله وال

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو سرمفتش 'سیګار' ویلي چې طالبانو په پرله پسې ډول د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر روغتیایي مرکزونو او کار کوونکو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

سیګار د مې په ۱۹مه نېټه پر ټویټر ولیکل چې طالبان روغتیایي کارکوونکي تښتوي او هغوی په زوره د خپلو وسله والو لپاره روغتیایي خدماتو او درملو برابرولو ته اړ باسي او یا هم طالبانو ته باید پیسې ورکړي.

دغه دفتر د یوناما هغه اټکل ته اشاره کړې چې وایي، د امنیتي ملحوظاتو له امله د روغتیایي مرکزونو د تړل کېدل تر درې میلیونه پورې افغانان له اړینو روغتیایي خدمتونو بې برخې کړي دي.

وسله والو طالبانو تردې دمه د سیګار دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

سیګار وایي، د امریکا متحده ایالاتو تر اوسه د افغانستان د روغتیا له سکتور سره ۱،۶ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

تر دې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر روغتیایي کارکوونکو د قصدي بریدونو د ډیرېدو له کبله اندېښنه ښودلې او ویلي یې و چې په دې هېواد کې د تاوتریخوالي دوام به میلیونونه افغانان له روغتیایي خدمتونو محروم کړي.

XS
SM
MD
LG