د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

افغانستان: تیرکال سعودي ته صادرات دوه برابره زیات شوي


ریاض کې د افغانستان سفارت: د کرونا وبا محدودیتونو سربېره، د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې سعودي عربستان ته د افغانستان صادراتو له ۱۰۰ سلنې ډېره وده وکړه.
ریاض کې د افغانستان سفارت: د کرونا وبا محدودیتونو سربېره، د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې سعودي عربستان ته د افغانستان صادراتو له ۱۰۰ سلنې ډېره وده وکړه.

په ریاض کې د افغانستان سفارت وایي، سعودي عربستان ته تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغان سوداګرو صادرات دوه برابره زیات شوي دي.

د سفارت د خبرپاڼې له مخې د سعودي رسمي شمېرې ښيي چې ۲۰۱۹ میلادي کال کې سعودي ته د افغانستان د صادراتو ارزښت څه باندې ۱۳ میلیونه ډالره وو.

د خبرپاڼې له مخې ۲۰۲۰ میلادي کال کې له کرونا وبا سره-سره د صادراتو ارزښت څه باندې ۲۸ نیم میلیونه ډالرو ته لوړ شو.

سعودي عربستان ته د افغانستان صادرات تر ډېره زعفران، وچه مېوه او قالینې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلیز له لارې لېږدول شوي دي.

په ریاض کې د افغانستان سفارت اټکل کوي چې روان ۲۰۲۱ میلادي کال کې به دغه هېواد ته د صادراتو ارزښت څه باندې ۴۲ میلیونه ډالره وي.

XS
SM
MD
LG