د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: اختر کې نږدې ۴۰۰ کسان په کرونا اخته شوي


ارشیف، د کابل افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته شوي ناروغان او یو مړ شوی کس
ارشیف، د کابل افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته شوي ناروغان او یو مړ شوی کس

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، رسمي شمېرې یې ښیي چې د اختر په درې ورځو کې نږدې ۴۰۰ کسان پر 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل: "د اختر په درې ورځو کې کوم ارقام چې زموږ لاس ته راغلي، له ۲،۳۰۰ زیاتو هېوادوالو چې د کرونا ویروس باندې مشکوک و، د پي سي ار ټست لپاره لابراطوارونو ته مراجعه کړې ده. له دې ډلې ۳۹۶ یې مثبت دي، یعنې پر کرونا اخته شوي. همدارنګه پر کرونا اخته شوي ۹۳ کسان رغېدلي او په خواشینۍ سره ۱۷ کسانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی."

له دې مخکې د عامې روغتیا او د حج او اوقافو وزارتونو له خلکو غوښتي و چې د اختر په شپو ورځو کې دې روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي ترڅو د کرونا ویروس د چټک سرایت مخه ونیول شي.

په افغانستان کې د رسمي شمېرو له مخې په کرونا ۶۳ زره او ۵۹۸ کسان اخته شوي او له امله‌یې ۲،۷۴۵ کسان هم مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG