د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

بریتانیا کې د کرونا ویروس د هندي بڼې مثبت موارد ثبت شول


د کرونا ویروس د ازموینې ټیوب
د کرونا ویروس د ازموینې ټیوب

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون خبرداری ورکړی چې له هند څخه د کرونا ویروس بدله شوې بڼه‌یې په هېواد کې ثبت شوې ده.

جانسون پرون شنبې وویل چې بریتانیا ته د دغه ویروس د نوې بڼې سرایت هغه هڅې له خنډ سره مخامخ کوي چې په دې هېواد کې یې له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه د خلاصون لپاره پیل کړې دي.

جانسون وویل، د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کولو بله مرحله له سبا د مې له ۱۷ پیلېږي، خو خبرداری ورکوي چې ښايي د ویروس د دغې نوې بڼې سرایت د ټول محدودیتونو لیرې کول د جون تر۲۱مې پورې شا ته وغورځوي.

د بریتانیا روغتیایي چارواکو د انګلستان په دوو ښارونو کې کور په کور کې د کرونا ویروس ازموینې پیل کړې دي.

د بریتانیا د بالغو وګړو دوه درېیمه برخه‌یې لږترلږه د کرونا یو دوز واکسین اخیستی، خو بیا هم په ټول هېواد کې د دغه ویروس د خپریدو خطر له‌منځه نه‌دی تللی.

XS
SM
MD
LG