د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

روغتیا وزارت: تېر شپه او ورځ کې کرونا ۶ تنه مړه کړي او ۷۰ پرې اخته دي


ارشیف، کابل کې د افغان-جاپان روغتون چېرته چې پر کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.
ارشیف، کابل کې د افغان-جاپان روغتون چېرته چې پر کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.

د اختر په لومړۍ او دویمه ورځ د خلکو له راټولېدو سره-سره افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې نسبتًا کمې ثبت شوي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس عليزي پرون جمعه ازادي راډیو ته د تېرو ۲۴ ساعتونو د کرونا ارقام داسې په ګوته کړل: "تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د ۵۶۶ مشکوکو کسانو ټېسټ شوي چې له دې شمېر ۷۰ تنه مثبت دي. په دې سره په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۳۴۱۹ تنو ته ورسېد. دې موده کې ۱۵ تنه روغ شوي او ۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی."

عامې روغتیا وزارت د اختر په لومړۍ ورځ د کرونا مثبتې پیښې ۲۶۱ اعلان کړې وې.

له دې وړاندې چارواکو په وار- وار ویلي، د کرونا غیر رسمي شمېرې زیاتې دي، ځکه په خبره یې ډېر کسان په اسانه د معایناتو لپاره روغتونونو ته نه ځي.

XS
SM
MD
LG