د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۱

جاپان کې نافذ شوی بېړنی حالت وغځول شو

ارشیف، جاپان کې پولیس
ارشیف، جاپان کې پولیس

په جاپان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له اندېښنو سره جوخت نافذ شوی بېړنی حالت وغځول شو.

دا په داسې حال کې ده چې په توکیو کې د المپیک پلان شوېو مسابقو ته یوازې ۱۰ اوونۍ پاتې دي.

په جاپان کې درېیو ګڼ مېشتو ساحو چې د کرونا ویروس تازه پېښې په کې په چټکۍ په زیاتېدو دي، د توکیو او پنځو نورو ایالاتونو لار خپله کړه چې له وړاندې د دې میاشتې تر پایه په کې د محدودیتونو غځولو پرېکړه شوې وه.

د جاپان صدراعظم یوشی­هیده سوګا نن دا خبره داسې وخت وکړه چې جاپان د المپیک مسابقو په درشل کې د کرونا ویروس د خپرېدو د سوکه کولو لپاره مبارزه کوي چې دې کار د جاپان روغتیايي سیسټم له فشار سره مخامخ کړی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG